د مشورتي لويه جرگې مشر سياف و ټاکل سو
۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبهاعلان
مشورتي لويه جرگه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۹مه) د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور سره پرانيستل سوه.
ولسمشر غني د مشورتي لويي جرگې مشر عبدرب الرسول سياف وټاکه. غني دغه راز له گډونوالو څخه وغوښتل چي سوله تعريف کړي چي طالبان سولي ته حاضر دي که نه.
دغه جرگه چي څلور ورځي به دوام وکړي، موخه يې دا ده چي له وسله والو طالبانو سره د سولي خبري اتري څه ډول وسي.
خو پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په گډون ډيرو نورو سياستوالو دغه جرگه تحريم کړې ده.
وسله والو طالبانو لويه جرگه رد کړې ده. هغوی د يکشنبې په ورځ وويل چي دا په افغانستان کي د «امريکا متحده ايالاتو د لاسپوځو يو نمايش» دی.