د «مجاهدینو شورا» پر جوړیدو نیوکې شوي دي
۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د شنبې په ورځ (د نومبر د میاشتې لسمه نیټه) وویل، هغه مجاهدین چې غواړي له افغانستان څخه دفاع وکړي باید قانوني فعالیتونه ولري.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: «مجاهدین دې په اردو کې شامل کړای شي. دا ښه کار دی. مجاهدین په یوه کس، کورنۍ او یا هم یوه قوم پورې تړلي نه دي.»
د اسماعیل خان او د هرات والي تر منځ مخالفت
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان، په وروستیو وختونو کې په هرات کې د مجاهدینو په نوم یوه شورا جوړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هرات سیمه ییز چارواکي وایي هغه کسان یې نیولي دي چې دغې شورا ورته وسلې ورکړې وې.
د هرات والي په ښکاره ډول د دغې شورا له جوړیدو سره مخالفت وکړ او هغه یې غیر قانوني وبلله. هغه وسله وال کسان چې په هرات کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي وایي چې د همدې شورا له خوا ورته وسلې ورکړل شوې دي.
د افغانستان د پارلمان غړو د شنبې د ورځې په غونډه کې پر دې خبره ټینګار وکړ چې هیڅ یوه وګړي ته هم باید د دې اجازه ور نه کړل شي چې په بیلا بیلو نومونو خپلو کسانو ته وسلې وویشي. خو یو شمیر نورو استازو بیا پر دولت باندې نیوکه وکړه چې د خلکو د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی او له همدې کبله افغانان په خپله د خپل امنیت د ټینګولو له پاره وسلو ته لاس کوي.
همدا اوس هم په افغانستان کې د محلي پولیسو او د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونونو تر نامه لاندې کسان مسلح کړای شوي دي. له دې سره د خلکو په منځ کې داسې اندیښنې رامنځ ته شوي دي چې نه شي همدا وسله وال کسان د ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دا هیواد د کورنۍ جګړې پر لور بوځي.
په ولسي جګه کې د بدخشان ولایت استازې فوزیه کوفي، وویل هغه وسلې چې اوس په ښه نیت خلکو ته ویشل کیږي کیدای شي چې په راتلونکې کې د هغوی له خوا د خرابو موخو له پاره وکارول شي.
میرمن کوفي زیاته کړه: «زما په نظر اربکیو، سیمه ییزو پولیسو، پخوانیو مجاهدینو او یا نورو ډلو ته د وسلو ویشل د افغانستان په ګټه نه ده.»
د خلکو په منځ کې د ویرې رامنځ ته کیدل
یو شمیر استازو وویل چې د خپل سرو وسله والو ډلو فعالیتونو د پیلیدو له کبله د یو شمیر سوداګرو په منځ کې ویره پیدا شوي او د دې لامل شوې چې هغوی خپلې شتمنۍ له افغانستان څخه بهر ته وباسي. د دایکندي ولایت استازي محمد نور اکبري، وویل چې د مجاهدینو د شورا جوړیدو د خلکو په منځ کې ویره ډیره کړې ده.
د پارلمان دغه استازي زیاته کړه: «د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د افغان حکومت د کابینې یو غړی په دې خطرناکه کار لاس پورې کوي. دا د افغانستان د بې ثباتي بنسټ ږدي. زه دغه کار د افغانستان د ملي ګټو ضد بولم. دغه کار افغانستان د کورنۍ جګړې په لور بیولای شي.»
اسماعیل خان د هرات ولایت له مجاهدینو څخه غوښتي دي چې سره یو شي او اجازه ور نه کړي چې بیلا بیلې ډلې د هغوی ولسوالۍ ناامنه کړي. دغه پخواني جهادي قوماندان چې اوس د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر دی ویلي دي چې د مجاهدینو د شورا د جوړیدو یو هدف په هرات کې د بیا رغاونې له پروژو څخه دفاع کول دي.