په هرات کې د ناقانونه وسلو د ویشلو آوازې
۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه
هغه وایي: «د جهادي شورا په نوم د یوې غیر قانوني ډلې له خوا د وسلو د ویشلو لړۍ پیل شوې ده... دا یو غیر قانوني عمل دی. د دې له پاره چې د ستونزې مخنیوی وشي، امنیتي چارواکو ته مو لازم هدایتونه ورکړي دي.» ښاغلي نورې د دې شورا په اړه نور جزییات ور نه کړل خو دا خبره يې وکړه چې هغه د فعالیت قانوني جواز نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت یو مشهور دیني عالم مولوي فارق حسیني، چې د دې شورا غړی دی وایي چې فعالیت یې قانوني دی. د هغه په خبره جهادي شورا د ټول هرات په کچه ۱۵ کاري حوزې لري چې په کې د خلکو د راجستر لړۍ د جریان په حال کې ده. هغه ادعا کوي چې تر اوسه پورې په دې شورا کې د ۵۰۰۰ کسانو نومونه ثبت شوي دي.
ښاغلی حسیني وایي چې ډله یې له ولسمشر حامد کرزي سره په تفاهم کې رامنځ ته شوې ده چې مشري یې د افغانستان د اوبو او بریښنا د وزیر محمد اسماعیل خان، پر غاړه ده. هغه زیاتوي چې د جهادي شورا فعالیتونه به د ټول افغانستان په کچه وغځیږي.
ښاغلي حسیني ادعا کوي چې د جهادي شورا په کاري اجندا کې د وسلو ویشل شامل نه دي او که د دې ډلې کوم غړی د وسلو د حملولو اجازه تر لاسه کوي نو دا یو انفرادي عمل دی نه د جهادي شورا کړن لاره. لا تر اوسه پورې د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان، په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسماعیل خان یوه اونۍ مخکې په هرات کې د لودیځو او سویل لویدیځو ولایتونو د جهادي قوماندانانو یوه غونډه رابللې وه. د جهادي قوماندانانو په دې غونډه کې ټینګار وشو چې هغوی به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو پر ضد له افغانستان څخه دفاع وکړي. په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو پر عملیاتو باندې نیوکه هم وشوه.
د هرات د ولایتي شورا یوه غړي تور محمد ظریف، دویچه ویله ته وویل چې ورته فعالیتونه افغانستان د جګړې په لور بیایي. د هغه په اند اوس چې افغنستان خپل پیاوړی پوځ لري، د جهادي قوماندانانو مسلح کیدو ته اړتیا نه شته.
که څه هم د جهادي شورا غړي خپل فعالیت د افغان ولسمشر په تفاهم بولي خو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د هرات د سیمه ییزو چارواکو د وروستي رپوټ په اړه به جدي څیړنې وکړي.
شریف شرفیار/ هرات
مسعود جهش