د لغمان د ښځو چارو رئيسه ووژل سوه
۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبهپوليسو ويلي دي، چي ناجيه صديقي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۰) سهار هغه مهال د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل سوه، چي له کور څخه دفتر ته روانه وه.
ناجيه صديقي د روان کال د جولای په مياشت د حنيفې صافي ځای ناسته سوه. حنيفه صافي د يو موټربم په چاودنه کي ووژل سوه.
په یوه بله پيښه کي د نيمروز ولايت امنيه قومندان محمد موسي رسولي وژل سوی دئ. روسلي د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کي د سړک د غاړي يوه ماين په چاودنه کي د دوشنبې د ورځي په سهار ووژل سو.
د دغه دواړو پيښو پړه تراوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې. خو ډيری وخت د دغه ډول پيښو پړه په افغانستان کي وسله وال طالبان پرغاړه اخلي او هغه څوک چي له افغان دولت سره کار کوي، د دوی د بريدونو هدف گرځي.
په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ عيسوي کاله پوري په منظم ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندي کېدل.
د پنجشنبې په ورځ د يوه ځانمرگي بريد کوونکي له خوا د افغانستان د ملي امنیت رئيس اسدالله خالد هم سخت ټپي سو.
د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ ويلي دي، چي د اسدالله خالد روغتيايي وضعيت د ښه کېدو په حال کي دی.
هغه ويلي دي، چي خالد به د درملني له پاره له هيواده دباندي ولېږل سي. خالد اوس په کابل کي په يوه پوځي روغتون کي بستر دئ.
يوه افغان چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي خالد خبري نسي کولای خو پوهيږي چي څه ورباندي تيريږي.
ويل کيږي چي خالد په نس کي ټپي سوی دئ، او د بدن حياتي غړو ته ئې تاوان نه دی رسېدلی.