1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر اسدالله خالد برید، په پاکستان کې پلان شوی وو»

۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت پر رئیس شوی برید د پاکستان د کوټې په ښار کې پلان شوی وو. خو د پاکستان حکومت یې په دې نه دی تورن کړی چې په دغه برید کې یې لاس درلود.

https://p.dw.com/p/16yRM
Afghan President Hamid Karzai speaks during a news conference in Kabul December 8, 2012. Karzai said on Saturday a suicide bombing that wounded his intelligence chief was planned in the Pakistani city of Quetta and that he would raise the issue with Islamabad. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzaiانځور: Reuters

ولسمشر حامد کرزي دغه څرگندونې نن «شنبه د ۲۰۱۲م کال د دسمبر اتمه» په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړې. د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ په حواله کرزي د نوموړې ادعا له پاره کوم شواهد وړاندې نه کړل او نه یې هم د پاکستان په حکومت تور پورې کړ چې گواکې په دغه برید کې یې لاس درلود.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې افغان چارواکي په دې پوهیږي چې پر اسدالله خالد د ځانمرگي برید تر سره کوونکی له پاکستان څخه راغلی وو.

د کرزي په وینا د اسدالله خالد، روغتیایي وضعیت مخ پر ښه کیدو دی. هغه زیاته کړې ده چې حکومت د برید په اړه پر پلټنو بوخت دی او دغه موضوع به له اسلام آباد سره شریکه کړي.

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې پر مشر برید تر سره شو. هغه يو ځانمرګی بريد ښودل شوی چې د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر يې د سر او خېټې په شاوخوا کې ژوبل کړی دی.

د دغه بريد وروسته اوس پوښتنه دا ده چې دا برید به د چا له لوري تر سره شوی وي او څرنګه برید کونکی په دې بريالی شو چې د استخباراتو يوې ودانۍ ته لاره پیدا کړي. ويل کيږي چې بريد په داسې يو مېلمستون کې صورت ونيو چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې پورې اړه لري.

د ملي امنیت ادارې د وياند په خبره بريد د سولې د يوه پيغام راوړونکي له اړخه پر اسدالله خالد تر سره شو چې کټ مټ هغه برید ته ورته و چې تیر کال یې د سولي د عالي شورا ریس برهان الدین په نښه کړ او ویې واژه.

په کابل کې د ویسا، نجات او يو شمیر نورو ورځپاڼو تر څنګ ځينو خصوصي تلويزونونو په دغه برید کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ښکېلتيا ته اشاره کړي ده.

دغه نظر د ځينو سياستوالو له لوري هم مطرح کيږي. په کابل کې د ولسي جرګې غړې نرګس بشرمل وایي دا برید په قوي احتمال سره د پاکستان کار دی ځکه دغه هیواد په افغانستان کې پرمختګ او سوله نه غواړي او تل په دې لټه کې دی چې د افغان دولت پېژندل شوې څېرې له مینځه يوسي. د ولس دغه استازې په تنده لهجه وايي:

«موږ ته د پاکستان صداقت معلوم دی، په خوله يو څه وايي او په عمل کې بل څه کوي. له دغه هیواد څخه بايد د سولي د راوستو تمه ونه لرو او نه هم ورڅخه مرسته وغواړو.»

د اسدالله خالد د روغتيايي حالت په هکله ضد و نقيض رپوټونه ورکول کيږي. د ملي امنیت ادارې د ویاند شفیق الله طاهري په خبره د دغې ادارې د مشر روغتیايي حالت ښه دی. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل:

«د ملي امنیت د ادارې د مشر روغتیايي حالت ښه دی، ولسمشر حامد کرزي هم ورسره کتلي ول، د هغه جراحي عملیات په بریالي توب سره پای ته رسیدلي او نور جزیات به وروسته رسنیو ته وسپارل شي چې برید کونکی څرنګه زموږ میلمستون ته ننوتی وو او دا برید د چا له لوري تر سره شوی دی.»

اسدالله خالد يو له هغو کسانو څخه دی چې افغان ولسمشر ته ډېر نږدې او د هغه د اعتمادي کسانو په ډله کې شمیرل کیږي. که څه هم د ملي امنیت د ادارې سرچیني وايي چې برید کونکی د سولي يو پيغام راوړونکی وو. ډيری خلک بیا په دې باور دي چې د سولي پيغام راوړنکی که بهرنی وي که کورنی باید په سمه توګه تلاشي شي او د هغه کره توب باید مخکي تر مخکي کتل شوی وي.

Afghanistan Geheimdienstchef Asadullah Chalid
انځور: Reuters

له بل لوري د سیاسي او نظامي چارو شنونکی متفکر آزاد وایي دا ټول ملت ته یوه پوښتنه ده چې څرنګه د ملي امنیت یوې مهمي ودانۍ ته ترهګر لار پیدا کوي او پر مشر یي برید کوي . د هغه په خبره دې برید وښوده چې اوس «هیڅ افغان هم خوندي نه دی ځکه د ملي امنیت په اداره کې هم زور پالي برید کولای شي.»

دا له تیر څه باندي یوه کال راهیسي د افغان حکومت دوهم لوړ پوړی چارواکی دی چې د برید موخه ګرځي.

تر دې دمخه د سولي عالي شورا مشر برهان الدین رباني هم په يو ورته بريد کې خپل ژوند د لاسه ورکړی وو.

میرویس جلالزی، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نسیم صابر