په بګرام کې چاودنې څلور امریکایان وژلي دي
۱۳۹۸ فروردین ۲۰, سهشنبهپه افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي دي چې د کابل په شمالي څنډه کې د بګرام هوايي اډې ته څیرمه د سړک د غاړي په یوه بمي چاودنه کې څلور امریکايان وژل شوي دي او درې تنه نور بیا ټپیان دي. د بګرام په نامه د بهرنیو ځواکونو دغه پوځي اډه کابل ته څیرمه د پروان په ولایت کې موقعیت لري او د امریکايي ځواکونو مهم هوايي ډګر ګڼل کیږي.
د ناټو او امریکايي ځواکونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې ټپیان له سیمې څخه انتقال شوي او اوسمهال تر درملنې لاندې دي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پالیسۍ په اساس د وژل شوو سرتیرو هویت د دوی خپلوانو ته د خبر تر ورکولو پورې خوندي ساتل کیږي.
طالبانو بیا پر امریکايي ځواکونو باندې د دغه برید مسوولیت منلی دی. طالبانو همدا راز ویلي چې برید دوی کړی او دا چې د دوی یوه ځانمرګي بریدګر د ناټو ځواکونو پوځي اډې ته څیرمه له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړې.
تر دغې چاودنې وروسته په روان میلادي کال کې د امریکايي ځواکونو تلفات اوو تنو ته لوړیږي. واشنګټن بیا په دې ترڅ کې د امریکا تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې د پای ته رسولو له پاره خپلې سیاسي هلې ځلې ګړندۍ کړي دي.
اوسمهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې میشت دي چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه په دوو جلا جبهو کې ملاتړ کوي. افغان امنیتي ځواکونو له یوې خوا له طالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي او له بلې خوا بیا د داعش ډلې له یوې څانګې سره مبارزه کوي. دا په داسې حال کې ده چې تیرمیلادي کال په افغانستان کې ۱۳ امریکايي سرتیري وژل شوي وو.
پر امریکايي ځواکونو باندې د طالبانو دغه برید په داسې یوه وخت کې کیږي چې امریکا متحده ایالات همدا اوس له طالبانو سره د افغانستان د سولې له پاره په مذاکراتو بوخته ده. دا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.
(kh/sr (AP