د طالبانو پاکستانی ملاتړی مولانا صوفي محمد ومړ
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهاعلان
اسوشیتد پرس خبري آژانس د صوفي محمد د کورنۍ د غړو له قوله لیکلي دي چې هغه د پنجشنبې په ورځ مړ شوی دی او د ورځې په اوږدو کې به خاورو ته وسپارل شي.
دی له افغانستان څخه بیرته راستون شوی وو او په پاکستان کې په ۲۰۰۹م کال کې د ترهګرۍ د بیلا بیلو قضیو له کبله محکوم شوی وو. صوفي محمد تیر کال د خراب روغتیایي وضعیت له کبله له زندان څخه آزاد شو.
صوفي محمد د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله، خسر وو. فضل الله په ۲۰۱۸م کال کې په کونړ ولایت کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.
امریکا او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان باندې یاغیانو ته د پټنځایونو د ورکولو تور پورې کوي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.
sr/ms (ap)