د طالبانو ملاتړی مولانا صوفي محمد، څوک وو؟
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهد مولانا صوفي محمد د کورنۍ د سرچینو په وینا دی د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۱۱مه) په خپل پلرني ټاټوبي دیر سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
صوفي محمد خپلې لومړۍ زده کړې د صوابۍ په پنج پیر نومې سیمه کې په یوه مدرسه کې کړې وې. تر هغې وروسته یې خپل سیاسي سفر د جماعت اسلامي له ګونده پیل کړ. د جماعت اسلامي ګوند له لوري یې په محلي ټاکنو کې هم برخه اخیستې وه.
بیا وروسته یې د جماعت اسلامي ګوند پریښود او په ملاکنډ ډویژن کې یې د قضایي سیستم له نشتون څخه په ګټې اخیستنې سره خپل همنظره خلک راټول کړل او د «تحریک نفاذ شریعت محمدي» په نوم سخت دریځه ډله یې جوړه کړه. وروسته حکومت دغه ډله ناقونونه وسلواله وبلله او بندیز پرې ولګید.
صوفي محمد د دغې ډلې له دریځه په ملاکنډ سیمه کې یوه میاشت وسلوال تحریک پيل کړ چې د مرکزي او ایالتي حکومتې ادارو چارې یې په ټپه درولې وې. هغه مهال ایالتي حکومت ورسره تړون وکړ او د پیپلز ګوند حکومت ورسره په سیمه کې د شرعي نظام د نافذولو ژمنه وکړه. خو پر دې سربیره هم صوفي محمد او ملګري یې مطمینه نه ول او یو ځل بیا یې په احتجاج لاس پورې کړ. په ۱۹۹۴م کال کې د ده ډلې په زور زیاتیو لاس پورې کړ چې حکومت د ده څو ملګري ونیول.
د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې تر پيښو وروسته صوفي محمد د ملاکنډ ډویژن او باجوړ له سیمو څخه په زرونو کسان افغانستان ته بوتلل او هلته یې د نړیوالو بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو په ملاتړ جګړه پیل کړه. خو کله چې لږه موده وروسته دی له خپلو کسانو سره د کرم ایجنسۍ له لارې بیرته پاکستان ته داخلیده نو چارواکو ونیو. دی یو څه موده د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلا بیلو زندانونو کې وو.
د پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو له پاره دی په ۲۰۰۸م کال کې بیا له زندانه ازاد شو. خو د دغه مذاکراتو د ناکامیدو وروسته بیا ونیول شو او پر ضد یې د ترهګرۍ څو دوسیې ثبت شوې. صوفي محمد په ۲۰۱۸م کال کې د خراب صحي وضعیت له کبله له زندانه په ضمانت آزاد شو. دی د پښتورګو په ناورغۍ اخته وو.
دی د پاکستاني د طالبانو د مشر مولانا فضلل الله خسر هم وو، چې تیر کال په کونړ کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
فرید الله خان/ پيښور