د بريدونو په اړه د افغان او امریکايي چارواکو متضادې څرګندونې
۱۳۹۹ تیر ۱۰, سهشنبهد افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د طالبانو د تیرو پنځو میاشتو د برېدونو شمېرې خپرې کړې. د دغه دفتر ویاند جاوید فیصل نن سې شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۳۰مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي. « د تاوتریخوالي د اونۍ یعنې د فبرورۍ له ۲۲مې طالبانو په اوسط ډول هره ورځ ۴۴ برېدونه کړي چې په دې بریدونو کې په ورځني ډول ۲۴ ولسي افغانان مړه او ټپیان شوي.»
جاوید فیصل زیاتوي د افغان سولې او د دوحې تړون بریا، د تاوتریخوالي چټک کمښت او د سولې مخامخ خبرو پيلیدو پورې تړلې ده.
افغان جګړه او د امریکا دریځ
خو په افغانستان کې د جګړو او بریدونو ډېروالي په اړه امریکایان بیا یو بل لیدلوری لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملابرادر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:
«د امریکې خارجه وزیر ومنل چې اسلامي امارت په ښارونو او لویو نظامي مراکزو په حملو نه کولو سره د جګړې ګراف ټیټ کړی دی خو باید د ټولو جهتونو له خوا د جګړې ګراف نور هم کم شي.»
د طالبانو د سیاسي دفتر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د دوحې د سولې هوکړه لیک پر پلې کېدا او له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو پر وتلو هم خبرې شوي. هاخوا طالبانو ته نیږدې کسان وايي، چې د سولې بین الافغاني خبرو ته په نیږدې کېدو سره افغان حکومت په قصدي ډول د طالبانو د برېدونو شمېرې لوړې اعلانوي.
طالبانو ولې برېدونه ډیر کړي؟
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د طالبانو د برېدونو ډیروالي ځینو لاملونو ته هم اشاره کړې. هغه ليکلي: «د ا. امارت مفتوحه سیمو کې د نویو پوستو جوړول او زمونږ له سیمو څخه د نظامی کاروانونو تیرول د حملو د زیاتوالي سبب ګرځیدلی دی.»
خو د افغانستان د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل، طالبانو د تېرو ۱۸ کلونو په پرتله په تېرو پنځو میاشتو کې جګړې ته خورا زور ورکړی. پارلمان کې د هلمند دغه استازی ادعا کوي چې طالبانو نوې وسلې هم پیدا کړي دي. نوموړی زياتوي: «یوازې په هلمند کې په تېرو دوو ورځو کې دوه خونړۍ پېښې ثبت شوي دي، یوه یې په واشیر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د سرک غاړي ماین په چاودنه کې ۸ ملکیان شهیدان شول او نن سهار اوه بجې هم ناوې ولسوالۍ کې پر موټر ماین چاودلی.»ښاغلی افغان زیاتوي چې طالبانو د سولې په درشل کې د خپل جګړه ییز ځواک ډیر ښودلو په موخه برېدونو ته زور ورکړی.
"کابل امن نه دی"
هاخوا په کابل ښار کې د هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، تښتونو او نورو جینايي پېښو په ډېرېدو سره د کابل اوسېدونکي کابل ناامن ښار بولي. دوه ورځې وړاندې په کابل کې مقناطیسي ماین چاودنې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوه غړي ووژل.
کابل کې د ناامنیو پراخېدو سره سم تېره ورځ د ولسمشر غني په مشرۍ په امنیتي ناسته کې د کابل پر نوي امنیتي پلان او د هغه د تطبیق پر څرنګوالي بحث وشو.
ددغه امنیتی پلان پر بنسټ، تر دې وروسته به د کابل د ولسوالیو امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه کیږي او امنیتي بنسټونه به د خپلو فعالیتونو اونیز راپور ملي امنیت شورا سره شریکوي.
ولسمشر غني ویلي چې د کابل اوسېدونکو ستره ستونزه ناامني ده او په دغه ښار کې باید د دیني عالمانو، حکومتي کارکونکو، بشري حقونو او مدني فعالانو د هدفي وژنو مخنیوی وشي.
ښاغلي غني امنیتي بنسټونو ته دستور ورکړ چې د کابل ښار نوی امنیتي پلان په چټکی سره عملي کړی.
اسماعیل شاکر – کابل