د شعیه مسلمانانو پر مسجد وسلوال برید تلفات رامنځ ته کړل
۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعهد اسلامي دولت ترهګرې ډلې د کابل برید پړه منلې ده چې تر څو ساعته عملیاتو وروسته پای ته ورسید. دغې ډلې تر دې مخکې هم په افغانستان کې ورته بریدونه ترسره کړي دي.
برید د کابل په قلعه نجاران سیمه کې د امام زمان پر مسجد ترسره شوی دی چې په ترڅ کې يې یو شمیر برید کوونکو په مسجد کې پر عبادت کوونکو باندې د لاسې بمونو حمله کړې ده.
د سید پاچا په نوم یوه عیني شاهد ویلي چې یوه برید کوونکي چې د چاودیدونکو توکو واسکټ یې هم پر تن وو د مسجد ساتونکي ووژل. هغه زیاته کړې: «لومړی یوه ځانمرګي برید کوونکي ډزې پیل کړې او دوه ساتونکي یې د مسجد د دروازې مخکې ته شهیدان کړل. تر دې وروسته نور برید کوونکي مسجد ته ننوتل.»
د کابل د پولیسو ویاند عبدالبصیر مجاهد، ویلي دي چې لږ تر لږه یوه ځانمرګي برید کوونکي په مسجد کې دننه ځان الوزولی دی.
د کورنیو چارو وزارت د رویترز خبري آژانس ته ویلي وو چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي. زیاته شوې وه چې پیښې دوه پولیس وژلي او اته تنه نور بیا ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د برید تر پای ته رسیدو وروسته د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي، وویل چې پیښې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او ۵۰ تنه یې ټپیان کړي دي. د هغه په خبره د پیښې په تلفاتو کې ښخې او ماشومان هم شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت یوه ویاند ویلي دي چې تر اوسه پورې د چاودنې او برید له کبله د کابل ښار روغتونونو ته دوه مړي او ۱۵ ټپیان لیږدول شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې اوس هم امبولانسونه د برید له سیمې څخه د ټپیانو په لیږدولو بوخت دي.