د سیمي هېوادونو ته د خلیلزاد تازه سفر، موخې څه دي؟
۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون یکشنبې ( د جون په ۲۸مه) دوحې، اسلام اباد او تاشکند ته نوی سفر پيل کړی دی. په دې اړوند خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په درې واړو ځایونو کې به خلیلزاد، د سولې بین الافغاني خبرو څخه وړاندې د پاتې ژمنو د عملي کولو لپاره د ټولو افغانانو ملاتړ وغواړي، په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي کمول او پر وخت د زندانیانو خوشې کول.»
سره له دې چې طالبان وايي، تېرو دریو میاشتو کې د تاوتریخوالي کچه خورا ټیټه وه، خو افغان حکومت بیا په تېره یوه میاشت کې د جګړو او مرګ ژوبلو ترټولو د لوړې شمېرې ادعا کړې. د افغانستان د ملي امنیت شورا د جون په ۲۲مه اعلان وکړ چې تېره اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کي تر ټولو خونړۍ وه.
د جګړې دوام او د زندانیانو د خوشې کېدو پڅ بهیر
د افغان چارواکو پر وینا، د جون میاشتې په وروستیو اونیو کې طالبانو په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۸۴۱ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه راز، د زندانیانو د خوشې کېدو برخه کې افغان حکومت تر اوسه ۳۵۰۰ طالب زندانیان او طالبانو څه باندې ۵۰۰ زندانیان خوشې کړي.
د افغانستان د سولې انستیتیوت مشر خلیل صافي دویچه ویله ته وویل، سیمي ته د خلیلزاد د سفر اصلي موخه ښايي دا وي چې سولې ته د پاکستان او ازبکستان په څېر هېوادونو ملاتړ ورجلب کړي. هغه زياته کړه: «له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه کې سیاسي ثبات او اقتصادي مسایل هم خورا مهم دي چې خلیلزاد به د سیمي هېوادونو سره پرې خبرې وکړي.»
ښاغلی صافی زیاتوي چې خلیلزاد د زاندنیانو د خوشې کېدو بهیر په بشپړېدو سره هڅه کوي چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرو پيل ته زمینه برابره کړي. د دوحي د سولې هوکړه لیک پر بنسټ، ددغو خبرو تر پيل وړاندې باید افغان حکومت د طالبانو ۵ زره او طالبان د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي.
افغان سوله کې د سیمي د هېوادونو رول
هاخوا د چارو یو شمېر کتونکي د سولې بین لافغاني خبرو تر پيل وړاندې د سیمي هېوادونو قانع کول او د هغوی ملاتړ خپلول خورا اړین بولي.
د ارګ یوه پخواني سلاکار شهزاده مسعود دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم لکه څومره چې د افغانستان په قضیه کې د نورې نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا رول مهم دی، په مراتبو د ګاونډیانو رول هم په دې قضیه کې ډیر مهم بولم.»
دغه پخوانی افغان چارواکی ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې بدلون خورا اړین دی چې زلمی خلیلزاد باید دې موضوع ته متوجه وي.
افغان سوله او د سیمي اقتصادي فرصتونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له زلمي خلیلزاد سره په دغه سفر کې د امریکا د نړېوالې مالي پراختیا د همغږی مسؤل ادم بوهلر هم ملتیا کوي. ددغه وزارت په خبره، افغان سوله، اقتصادي وده او سیمه ییز پیوستون له یو بل سره نیږدې اړیکې لري. امریکايي پلاوی به په ازبکستان، پاکستان او قطر کې په بېلابېلو برخو کې د پانګوونې فرصتونه او مشارکتونه وارزوي.
امریکا پر دې باور ده چې په سیمه کې د پانګونې فرصتونو ته وده ورکول افغانستان او سیمه کې د تلپاتې ټیکاؤ سبب کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې خلیلزاد او ورسره مل پلاوی به د خپلو سفرونو په اړه د ویډیويي کنفرانسونو له لارې افغان چارواکو ته مالومات ورکړي.
اسماعیل شاکر – کابل