1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې خبرو بیا پیلیدو په موخه نوې هڅې روانې دي

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

د افغانستان د سولې په بهیر کې د تحرک رامنځ ته کولو له پاره یو ځل بیا پراخې هڅې پیل شوې دي. د سولې په چارو کې د واشنګټن ځانګړی استازی کابل ته تللی او په عین حال کې افغان او پاکستاني چارواکي سره په اسلام آباد کې ویني.

https://p.dw.com/p/3K7ZL
US-Politiker Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ به په کابل کې يوه غونډه وکړي چې د افغانانو تر منځ د سولې خبري پیل شي. هغه ویلي دي چې دغه ډول مذاکرات د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د حل له پاره اړین دي.

که څه هم طالبان له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه، او د روسیې په مسکو ښار کې له امریکایي استازو او افغان سیاستوالو سره ویني، خو دغه ډله له دې انکار کوي چې له افغان حکومت سره د مذاکراتو پر میز کښیني. طالبان د کابل حکومت د بهرنیو لاسپوڅی بولي خو د ولسمشر محمد اشرف غني، اداره بیا ټینګار کوي چې د سولې هر ډول مذاکرات باید د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشرۍ وي چې په پایله کې یې په افغانستان کې باثباته سوله رامنځ ته شي.

له بلې خوا بیا طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی دی او څه نا څه هره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي. دغه ډله اوس د افغانستان څه نا څه نیمایي برخه کنترولوي او یا هم پرې نفوذ لري.

له بلې خوا بیا یو شمیر افغان او پاکستاني چارواکي په اسلام آباد کې سره ویني چې د دیپلوماتیکو، پوځي او استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخو کې د همکارۍ لارې چارې وموندي.

(ms/bs (ap