د سولي شورا استازي له طالبانو سره د خبرو له پاره قطر ته تللي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۱, جمعه
د افغانستان د سولي د عالي شورا مرستيال د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می مياشتي لومړۍ) په کابل کي ويلي دي چي يوه ډله استازي ئې قطر ته لېږلي دي څو د دغه هيواد په کوربه توب له طالبانو سره «پرانيستي خبري اتري» پيل کړي.
د سولي د عالي شورا مرستيال عطاالله لودين ويلي دي چي يو شل کسيز استازی به د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کي د طالبانو له استازو سره غونډي ولري.
د وسله والو طالبانو استازو هم په قطر کي ويلي دي چي په پلان کي ده په راتلونکو ورځو کي د کابل او پاکستان او دغه راز نورو هيوادونو له استازو سره غونډي ولري.
لودين ويلي دي چي په دغو خبرو اترو کي چي په افغانستان کي د سولي په اړه کيږي «پر افغان استازو سر بيره، د پاکستان، طالبانو او يوه بل سازمان استازي گډون ولري.»
لودين زياته کړې ده چي په قطر کي به د افغانستان د سولي د عالي شورا استازي د طالبانو له استازو او دغه راز د حزب اسلامي له دوو تنو استازو سره ملاقات ولري.
په قطر کي د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي چي نه ئې غوښتل خپل ځان وښيي، ويلي دي چي په دغو خبرو اترو کي به د حزب اسلامي استازي هم شامل وي. هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.