د روسيې سفير له طالبانو سره اړيکي مني
۱۳۹۵ آذر ۱۹, جمعهپه کابل کي د روسيې سفير الکساندر منتيتسکي، د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کي دا ومنله چي هيواد ئې له طالبانو سره اړيکي لري: «بلې هو موږ تماس سره لرو؛ خو د دغو تماسونو موخه په افغانستان کي د روسي اتباعو او سياسي نمايندگيو خوندي ساتل او د افغانستان ملي پخلايني ته طالبانو تشويقول دي.»
د روسيې سفير زياته کړه چي ډېر نور هيوادونه، لکه امریکا متحد ايالات، بريتانيا، جرمني، عربستان، قطر او داسي نور هم له طالبانو سره اړيکي لري.
د چهارشنبې په ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندي ماريا سخاروا په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل: «موږ په وارو وار ویلي دي چي روسیه له طالبانو سره پټي خبري نه کوي او د طالبانو هیڅ ډول ملاتړ نه کوي.»
د سخاروا په وینا روسیه د خبرو اترو له لاري د سولي ملاتړ کوي چي یوازي د ټولو لوبغاړو په گډون له طالبانو سره د اړیکو له لاري ممکني دي.
د افغان حکومت غبرگون
خو د افغانستان حکومت ټينگار کوي چي اړيکي بايد د دولتونو ترمنځ وي. د افغانستان د جمهوري رياست د وياند مرستيال شاه حسین مرتضوي دويچه ويله ته وويل: «موږ له ټولو گاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو څخه دا تمه لرو چي اړيکي ئې، د دولتونو ترمنځ وي.»
هغه زياته کړه چي افغانستان له تروريزم سره د مبارزې په سر کي ولاړ دئ او د گاونډيانو په نيابت کي له تروريستي ډلو سره په جگړه اخته دئ، ځکه نو ځيني هيوادونه بايد په متقابل احترام سره له تروريزم سره په مبارزه کي د افغانستان ملاتړ وکړي: «له تروريزم سره مبارزه، يوې نړيوالي او سيمه ايزي اجماع ته اړتيا لري. افغانستان اوس له تروريزم سره د مبارزې په لومړي سر کي دئ، او موږ تمه لرو چي د سيمي هيوادونه له تروريزم سره د مبارزې په برخه کي يو روښانه ليد ولري.»
له طالبانو د روسيې د ملاتړ اغېزې
د افغانستان د پارلمان استازي وايي چي په دغه هيواد کي د تروروستي ډلو ملاتړ به د جنگ د لا پيچلتيا سبب سي. د هغوی په خبره دغه شان ملاتړ د سيمي امنيت ته گواښ ډيروي او دغه ناامنۍ به يوازي افغانستان ته محدودي نه وي.
د پارلمان يوه غړي صالح محمد سلجوقي دويچه ويله ته وويل: «بېله شکه چي دغه شان اړيکي افغانستان ته تاوان رسوي او هغه گډي ژمني چي د افراطيت پر ضد مبارزې په برخه کي سوي دي تر پوښتني لاندي راولي.»
داسي اندېښنې سته چي د روسيې له خوا د طالبانو ملاتړ به دغه ډله نوره هم پياوړې کړي او د افغانستان د امنيتي ځواک توان به نور هم د دغي ډلي پر وړاندي کمزوری کړي. دا په داسي حال کي ده چي طالبانو سږکال په جنوب او شمال کي د څو ولايتونو مرکزونه کلابند کړي ول.
له داعش څخه ويره؟
داسي راپورونه ورکړل سوي دي چي روسيه په افغانستان کي د داعش له حضوره اندېښنه لري. تروريستي ډله داعش له يوه کال راهيسي هڅه کوي چي په افغانستان کي د خپلو مرکزونو په جوړولو سره په کليو او بانډو کي ځوانان جذب کړي.
تحليل کوونکي وايي چي روسيه تلاښ کوي، چي له طالبانو سره په اړيکو منځنۍ آسياه ته د داعش د نفوذ مخه ونيسي. د دوی په خبره ايران او روسه په افغانستان کي د داعش د فعاليتونو له پراختيا څخه اندېښنه لري.
د افغانستان په ځينو سيمو کي د وسله والو طالبانو ځينو پخوانيو قوماندانانو د تورو بيرغونو په پورته کولو سره له داعش سره خپله وفاداري اعلان کړې ده.