"د خليج هيوادونو مرستو په پاکستان کي يوه جهادي شبکه چلوله"
۱۳۹۰ خرداد ۱, یکشنبهد پاکستان د ډاون ورځپاڼه ليکلي« ويکيليکس د امريکي ډيپلوماتيکو اسنادو په اساس وايي ، چي د خليج هيوادونو لخوا د پاکستان په پنجاب ايالت کي د جهاد له پاره د جلبونکي شبکې سره تقريباً هرکال کابو سل مليونه ډالره مرستي کېدې.
د ويکيليکس په خبره دغه سند د ۲۰۰۸ کال په نومبرکي په لاهور کي د امريکا د متحده ايالتونو د قونسلګرۍ پوځي اتشې براين هنټ ورکړی وو. سند د سيمه ييزو حکومتي چارواکو او غيري حکومتي کړيو سره په خبرو اترو ولاړ دی.
په دې سند کي راغلي چي دغو سرچينو ادعا کوله چي د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو د خيريه ټولنو څخه راتلونکي مرستي په قوي احتمال سره د دغو هيوادونو د حکومتونو په مستقيم ملاتړ سره ترسره کيدلې.
کله چي د دې راپور په اړه د سعودي عرب د بهرنيو چارو د وزارت وياند اسامه نوغالي وپوښتل سو، هغه وويل:« د سعودي عرب حکومت د لومړي سره په يوه اعلاميه کي ويلي ول چي موږ د ويکيليکس پر راپورونو تبصرې نه کوو. ځکه سعودي عرب د دې راپورونو مسوول نه دی او موږ ددې پر اصليت شک لرو.»
سعودي عرب، د امريکا د متحده ايالتو او پاکستان سره په گډه په اتيايمو کلونو کي د شوروي اتحاد پر ضد د افغان مجاهدينو په کلکه ملاتړ وکړ او ددوی سره يې هر ډول مرستي وکړي.
د هغه وخت راهيسي جګړه ماري او سخت دريځي کرار کرار په ټوله سيمه کي خپره سوه او وسله والو د پاکستان شمال لويديځو قبايلي سيمو ته چي د افغانستان سره شريکه پوله لري، حرکت وکړ.
وروسته تر هغه چي د القاعدې د ترهګري شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمېني ته نژدې پيدا او ووژل سو د پاکستان او امريکا اړيکي ډيري خرابي سوي دي.
افرطيت په پاکستان کي ژوري ريښي لري.
کارپوهان وايي ، په دې موخه چي په پاکستان کي د افراطيت مخه ونيوله سي بايد حکومت د خلکو اقتصادي وضعي ته پاملرنه وکړي. د ويکيليکس په خپرونو کي راغلي چي د پنجاب شبکه د بې وزلۍ څخه په ګټه پورته کولو سره هڅه کوي ماشومان راجلب او بيا يې د روزني له پاره کمپونو ته استوي.
په بربنډو سوو اسنادو کي زياته سوې، چي سعودي عرب په پاکستان کي د سخت دريځو ديني مدرسو سره مرستي کوي تر څو دوی بيا ماشومانو ته د مذهبي افراطيت، د غيري مسلمانانو سره د نفرت او د لويديځ او پاکستاني حکومت ضد فلسفه ور زده کړي.
ډاون ورځپاڼه د راپورونو په اساس زياتوي چي هغه ماشومان چي عمرونه يي د ۸ او ۱۲ کلونو تر منځ وي، د دي کار له پاره مناسب ګڼل کيږي.
آژانسونه/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل