1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنجاب د امريکا مرستي رد کړی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

پنجاب د امريکا متحده ايالاتو شپږ د مرستي تړونونه فسخ کړي دي. دغه کار د امريکا لخوا په پاکستان کي د القاعدي د شبکي د مشر، اسامه بن لادن، د وژني په وړاندي د احتجاج په توګه ترسره شوي دي

https://p.dw.com/p/11KV3
د پنجاب پوهنتون
د پنجاب پوهنتونانځور: DW

که څه هم پاکستان د اسامه بن لادن د وژني هرکلي کړي، خو بيا دغه هيواد د امريکايي پوځيانو هغه عمليات چي په ترڅ کي يي اسامه بن لادن ؤوژل شو ځکه غندلي چي پاکستاني چارواکي او پوځيان پر خبر نه ؤ.

پاکستاني چارواکي وايي چي امريکا متحده ايالاتو د دغو عملياتو په لاره اچولو سره، د دغه هيواد ملي حاکميت تر پښو لاندي کړي دي.

د پنجاب د قانون وزير، رانا ثناالله خان، په دي هکله وويل: «مونږ د متحده ايالاتو سره شپږ تفاهم ليکونه فسخ کړي. دغه تفاهم ليکونه د روغتيا، تعليم او د تنظيفاتو د منجمنت په ساحو کي ؤ.»

ده همداراز زياته کړه: «مونږ مربوطه اداري هم د دغي پريکړه څخه خبري کړي دي. زمونږ دغه پريکړه د ايبټ آباد د پيښي په وړاندي احتجاج دي.»

د پاکستان مسلم ليګ غونډ په پنجاب کي حاکي دي. وروسته له هغي چي امريکايي پوځيانو اسامه بن لادن په پاکستان کي پرته له دي چي خپله پاکستانيان پري خبر شي، ووژه، دغه ګوند اعلان وکړ چي د پاکستان دولت بايد د متحده ايالاتو سره خپلي اړيکي تر کره کتني لاندي ؤنيسي.

په پاکستان کي د بن لادن پيدا کيدل د دي لامل شوي چي په متحده ايالاتو کي ځيني د کانګريس غړي پاکستان سره د متحده ايالاتو د مالي مرستو د ختمولو غوښتونکي شي.

د رواني مياشتي په دهمه نيټه امريکايي پوځيانو د پاکستان په زړه کي د نړي تر تولو غوښتلي تروريست، اسامه بن لادن، ووژه. که څه هم امريکايي چارواکو په لومړيو کي وويل چي د پاکستان په حکومت کي ځينو حلقو د اسامه بن لادن څخه ساتنه کوله، خو په ورستيو کي امريکا خپل دريز بدل کړ او ؤويل چي داسي کوم ثبوت په لاس کي نه لري چي ګيني پاکستان د اسامه څخه ساتنه کوله.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ عبدالباري حکيم