د بښنی د نړیوال سازمان نوی رپوټ
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۳, جمعهد نظر او بيان آزادي د بشري حقوقو له بنسټونو څخه ګڼل کيږي. په همدي اصل باندي 50 کاله مخکي د بښني د نړيوال سازمان يا امنستي انترنشنل بنست کيښودل شو. دغه سازمان تر اوسه پوري په همدي اصل باندي ټينګار کوي.
د دغه اصل د تبليغ او اشتهار لپاره او دغه راز د هغه په مخالفت د نني زماني د پرمختللي رسني ( ميديا) نقش خورا د پام وړ دي.
که چيري د عربي نړي روان بدلون ته کتنه وشي، سړي ويني چي ترهر چا زیات ژورنالستان او د بشري حقوقو فعالين له انټرنيټي رسنیو او د نوي تکنالوزي څخه په کار اخيستو سره د ريفورمونو او د انساني حقونو غوښتني کوي .
خبرونه ، احتجاجونه، او پاڅونونه ، په اوسنې وخت کې ډير په بيړه سره د موبايل ټيلفونونو او انټرنيټ د لاري هرچاته رسيږي. دغو نوو پرمختللو وسايلو په مصر او تونس کې د بدلون لپاره لاري پرانستله .
د بښني د نړيوال سازمان د آلماني څانګي عمومي منشي، ولفګانګ ګرينڅ په دي اړه وايي: « داچې د عربي نړي تحريک به بريالي وي او که نه ! لا جوته نده ! ځکه چې تر اوسه پوري حکومتونه او په قدرت ناست ځواک تر وروستي شيبي پوري هڅي کوي چې مقابله وکړي. عدالت او خپلواکي او د هغو مخالف لوری دواړه په يو شان سره د چړي تيغ سره مخامخ دي.»
د منځني ختيځ او د مصر په شمول د شمالي افريقا په زياتو هيوادونو کې خلک د يو بدلون پلوي او غوښتونکي دي . خو ولفګانګ ګرينڅ وايې چې په مصر کي د لومړی سر سوليز بدلون سره سره ډير څه ندي بدل شوي، د دي پر ځاي چي غښتلي صنفي اتحاديي جوړي شي ، په 2011 کال يو قانون نافذ شو چي د خلکو سوليز احتجاجونه او اعتصابونه يي وټکول. کارګرانو چي په اعتصابونو کي ګډون کړی ؤ اوس له نقدي جريمو او حتي د بند له سزا سره مخامخ دي.
د بښني د نړيوال سازمان نوموړي چارواکي وويل چي د المان حکومت ، امريکا او اروپايې ټولنه بايد د مصر د انتقالي حکومت او پوځي شورا څخه د انساني حقوقو د سمبالښت د پاره د کوټلو قدمونو غوښتنه وکړي . هغوی بايد د مصر له واکدارانو سره د ربړولو، ښځي له خپلو مدني حقونو خخه د بي برخي کولو او يا هم د اعتصابونو د بندولو د قانون پر سر خبري وکړي.
هغه يادونه وکړه چي اروپايې ټولنه بايد په مصر کي پخواني اشتباهات بيا تکرار نه کړي. هغوي بايد بيا اجازور نه کړي چي د ثبات د ټينګښت په پلمه بشري حقونه پښو لاندي شي.
امنيسټي انټرنيشنل د المان د حکومت له دي تصميم څخه هرکلي کړي دي چي غواړي په مصر کي د ديمکراتيکو جوړښتونو، د يو خپلواک قضايي نظام په جوړولو او د ځوان نسل لپاره د يو سوکاله ژوند په موخه د اقتصادي شرايطو په برابرولو کي مرسته وکړي.
د بښني د نړيوال سازمان په رپوټ کي راغلي دي چي په سوريه ، ليبيا بحرين او يمن کې حکومتونه هيڅ باک نه لري د برچي او ټوپک په زور چې سوليز لاريونونه وټکوي او يا يې ختم کړي .
په رپوت کي يادونه شوي چي دغه حکومتونه هر څه چې کوي د دي د پاره يې کوي چې په قدرت پاتي شي
رپوټ زياتوي : همدغه کارونه په سوډان کې هم تر سره کيږي ، په چين کې هم مامورين ، ژورنالستان ، د بشري حقوقو پلوي وکيلان ، د چاپيريال ساتني او پالني فعاله کارکونکې ، ليکوالان او نقاشان او حتي عادي وګړي منعه کيږي چي ټولنيزي ناخوالي بربنډي کړي. هغوي په مختلفو تورونو لکه جاسوسيو بيلوتون پالني او نورو داسي تورونو باندي نيول کيږي.
د امنيسټي انټرنيشنل د معلوماتو په حواله د فبروري د مياشتي څخه راپديخوا ايتاليا ته 30 زره وګړي په بيړيو کې کډه شوي دي. په همدغه وخت کې د مصر، تونس او ليبيا څخه پنځه لکه وګړي نورو هيوادونو ته کډه شوي يا تښتيدلي دي، امنيسټي انټرنيشنل د ټولو هيوادونو څخه غوښتنه او هيله کوي چې دغه کډوالو ته په خپلو هيوادونو کې ځاي ورکړي
زابينه ريپرګر/ شيرين ګرديوال
کتونکي: عبدالباري حکيم