د امریکا بې پیلوټه الوتکي ۲۶ تنه وژلي
۱۳۹۶ مهر ۲۵, سهشنبهدغه برید څو ورځې وروسته له هغې تر سره کیږي چې د یاغیانو له لوري برمته شوې امریکایي – کاناډایي ماينه او مېړه په کرمه ایجنسۍ کې وژغورل شوه.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان پولې ته څیرمه په کرمه سیمه کې د دوشنبې د ورځې د برید هدف د حقاني شبکې یوه غونډه وه. دغه برید سږکال پر نوموړې تندلارې ډلې تر ټولو خونړی بلل کیږي.
په کرم سیمه کې یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس، ته ویلي دي: «د بې پیلوټه الوتکې لومړي برید د حقاني شبکې پنځه جنګیالي ووژل او کله چې یاغیان تر خرابیو لاندي جسدونو د راایستلو له پاره راټول شول نو څو دقیقي وروسته ډرون دوه نور توغندي وتوغول.»
دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي: «تر اوسه ۲۶ جسدونه موندل شوي دي او لا هم بې پيلوټه الوتکې په هوا کې دي.»
امریکا متحدو ایالاتو په وروسیتو کې پر پاکستان باندې د یاغیانو د ځپلو له پاره فشار زیات کړی دی. په کرمه ایجنسۍ کې یوه بل حکومتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته دغه مرګژوبله تائید کړې ده.
دغو دواړو چارواکو ادعا کړې ده چې برید د افغانستان د پولې په اوږدو کې شوی دی او د پټنځای یوه برخه د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.
حقاني شبکه د افغان طالبانو په منځ کې یوه قوي ډله بلل کیږي او په تیرو کلونو کې يې د ناټو او افغان ځواکونو پر تأسیساتو بریدونه کړي دي.
د نوموړي خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې له ډیر وخت راهیسې داسې شک کیږي چې دغه ډله د پاکستان له امنیتي دستګاه سره پټې اړیکي لري چې له واشنګټن سره یې د اسلام آباد اړیکې خړې پړې کړي دي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.
کاناډایي جاشوا بویل او د هغه امریکایي میرمن او درې ماشومان د اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه نیټه په پاکستان کې آزاد شول. دغه ښځه او خاوند او ماشومان یې له حقاني شبکې سره پنځه کاله په بند کې وو.