د امريکا دفاع وزير کابل ته رسيدلی دی
۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبهد اسوشتيد خبري آژانس په حواله، د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير مارک اسپر، نن یک شنبه د اکتوبر ۲۰مه کابل ته رسيدلی دی. اسپر خبريالانو ته ويلي دي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټيټېدای شي هغه هم پرته له دې چې د ترهګرۍ ضد جګړې ته کوم زيان ورسيږي.
هغه زياته کړې چې د ځواکونو هر ډول اخراج به له طالبانو سره د سولې د يوه تړون په چوکاټ کې تر سره شي.
د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتيري لري. دغه ځواکونه د امريکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف يوه برخه ده چې افغان امنيتي ځواکونو ته روزنې او مشورې ورکوي او د تندلارو پر ضد پوځي عملياتو کې افغان ځواکونو سره مرسته کوي.
تر دې وړاندې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان د سولې خبرو اترو په تړاو، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو امر کړی وو او زياته کړې ېې وه چې په دغه هيواد کې به شاوخوا ۸۶۰۰ امريکايي سرتيري پاتې وي.
د امريکا د ځانګړي استاځي زلمي خليل زاد او طالب استازو تر منځ په قطر کې د افغان سولې خبرې تر نهم پړاوه ورسيدې، خو ترمپ د طالبانو سره د خبرو اترو دغه بهير وروسته له هغې لغوه اعلان چې د سپټمبر مياشتې په لومړيو کې په کابل کې د طالبانو په يوه بريد کې د يوه امريکايي سرتيري په ګډون شاوخوا لس تنه ووژل شول.