د افغاني میوو نړیوال بازار تود دی
۱۳۹۲ مهر ۱۸, پنجشنبهد کرهڼې وزارت د شمیرو له مخې سږ کال د میوو حاصلات د تیر کال په پرتله پنځوس سلنه زیات شوي دي. انځر، مڼې، زردالو، انار او انګور هغه میوې دي چې په روان کال یې حاصلات ډیر او نړیوالو بازارونو ته یې د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د کرهڼې او اوبو لګولو وزیر آصف رحیمي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د تازه میوو د بسته بندي یوې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د تیر کال اورښتونه او مناسبه هوا د دې لامل شوې ده چې سږ کال د میوو حاصالات زیات شي.
رحیمي زیاته کړه چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د وچو او تازه میوو پیریدونکي په ډیریدو دي او تمه کیږي چې د میوو صادرونکي شرکتونه په راتلونکو اوونیو کې د میلیونونو افغانیو په ارزښت نوې تړونونه لاسلیک کړي: «په ټول افغانستان کې سږ کال اورښتونه پر وخت او زمان سره وشول چې دا په یو شمیر سیمیو کې زموږ د میوو د حاصلاتو د دوه برابره کیدو لامل شو.»
د کرهڼې وزارت که څه هم د میوو د حاصلاتو او صادراتو د زیاتوالي خبره کوي خو یو شمیر بڼوال او د سزبزيجاتو پلورونکي بیا د سړو خونو نه شتون د دوي د حاصلاتو د ساتلو پر وړاندي لویه ستونزه بولي. هغوی وايي چې که سړې خونې ولري میوې به یې د ژمي تر موسم پورې وساتلې شي تر څو هغه وخت د بازار تشته ډکه کړي.
حشمت الله په کابل کې د پیازو یو پلورونکی دی. هغه وایي: «اوس موږ سبزیجات البته د بیګې په توګه پياز په ارزانه بیه خرڅوو او بهر ته یي لیږو خو دا چې سړي خوني نه لرو په ژمي کې همدا حاصلات بیرته له پاکستاني مارکیټونو څخه په لوړه بیه اخلو.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مزمل شینواری، وایي چې د کروندګرو او بڼوالو دغې ستونزې د لري کولو له پار یې لا وختي یو شمیر سړي خونې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې جوړې کړې دي او د یو شمیر نورو پر جوړولو باندې کار روان دی. هغه وویل: «په هلمند او کابل کې د سوپریم په نامه له یوې لویې بهرنۍ کمپنۍ سره خبري کوو چې د هغوی د کار له ختمیدو سره خپلې دوه لویي سړې خونې موږ ته وسپاري.»
په روان کال کې د افغانستان د پيازو او کچالو تولیدات هم د تیرو کلونو په پرتله ۶۰ سلنه زیات شوي دي او یوازې په تیرو څلورو میاشتو کې نزدې زر ټونه پیاز او کچالو بهر ته صادر شوي دي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی، وايي چې سږ کال یې ډیر کچالو، پیاز او نور سبزيجات هند، پاکستان، روسيې، عربي متحده اماراتو، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان ته صادر کړي دي: «زموږ سوداګرو د کراچي، چابهار او واګې له بندرونو خپل صادرات بهر ته لیږدولي او په دغه برخه کې ښې اسانتیاوې رامنځ ته شوې.»
د سوداګرۍ خونو د چارواکو په خبره د افغاني میوو لوړ کیفیت او د ودې له پاره یي د کیمیاوي موادو ډیر نه استعمال د دې لامل شوي دي چې دغه محصولات په نړیوالو مارکیټونو کې تود بازار ولري.