1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی کال او د سرو ګلو ټاټوبي ته سفر

حسين سيرت، کابل۱۳۹۱ اسفند ۲۶, شنبه

د نوي کال مېلې ته يوازې څو ورځې پاته دي. د کابليانو په څېرو کې په مزار شريف کې د «ګل سرخ» مېلې ته د تګ لېوالتيا له ورايه ښکاري.

https://p.dw.com/p/17ytX
انځور: DW / Wafaee

د کابل په کوڅو کې له نوروز څخه څو ورځې وړاندې هغه ګڼه ګوڼه چې دلته وي، نشته. ټول ښاريان په دې هڅه کې دي چې په شخصي موټرو او يا بسونو کې مراز شريف ته مخه کاندي. د مزار شريف په لور د تلونکو موټرو او بسونو اډه د هر بل وخت په نسبت ډېره ډکه ده. مزار شريف، نوی کال او د سرو ګلو مېله هغه درې لغتونه دي چې په افغانستان کې سره تړلې بلل کيږي.

حميد، چې د کابل اوسېدونکی دی، وايي چې دی هر کال مزار شريف ته ځي او د ګل سرخ په مېله کې ګډون کوي:
«نوروز زموږ د هېواد له جشنونو څخه دی. دغه جشن په کابل او په تېره بيا په مزار شريف کې تر سره کيږي.»

د «ګل سرخ» يا سرو ګلو مېله څلوېښت ورځې دوام لري
د «ګل سرخ» يا سرو ګلو مېله څلوېښت ورځې دوام لريانځور: Zuhra Najwa

«د کال تر ټولو ښکلی فصل»

سبزه لګد، د شاديان په دښته کې چکر وهل، د نوروز په شپه اورلوبې، له لرغوني بلخ څخه کتنه، چې د مولانا د زېږېدو ځای دی، او د بزکشۍ سيالۍ د نوروز ځانګړي او اصلي فعاليتونه دي.

تهميه، چې د کابل يوه اوسېدونکې ده او دا هم مزار ته د تلو نيت لري، وايي چې د نوي کال جشن د پسرلي له پيل او د کال له تر ټولو ښايسته فصل سره سمون خوري. ځکه بايد د دغو ورځو څخه خوند واخيستل او هغه په خوښۍ سره ولمانځل شي:
«خلک مزار ته ځي، زيارت کوي، چکر وهي او له هر څه څخه خوند اخلي.»

د مزار شريف ښار هر کال د نوروز د جشن کوربه دی. دغه جشن درې ورځې دوام کوي، خو د «ګل سرخ» يا سرو ګلو مېله څلوېښت ورځې دوام لري. تهميه وايي: «په مزار شريف کې جنډه پورته کيږي. د نوي کال په شپه هفت سين او هفت ميوه جوړيږي. دغه ښار د افغانستان د ټولو خلکو کوربه دی.»

د بېلابېلو خوړو تيارول، د هفت سين او هفت ميوه په نوم د مراسمو تر سره کول هغه دودونه دي چې د مزار شريف اوسېدونکي يې د نوي لمريز کال د بدلېدو په ترڅ کې تر سره کوي.