1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«د افغانستان په غرب کې طالبانو ۲۰ مسافر تښتولي»

۱۳۹۶ دی ۱۶, شنبه

یو افغان چارواکي د شنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان په غربي ولایت فراه کې وسلوالو کسانو له یو مسافر وړونکي موټر څخه ۲۰ مسافر ښکته او له ځانه سره نامعلوم ځای ته انتقال کړي دي.

https://p.dw.com/p/2qQcp
Taliban Afghanistan
انځور: Imago

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړې جمیله امیني د آلمان خبري آژانس ته وویل چې طالبانو لومړی دغه مسافر وړونکی موټر د کابل او هرات په لویه لار درولی او بیا یې په موټر کې سپاره ۲۰ کسان له ځانه سره بیولي دي.

تر اوسه پورې د سړي تښتونې د دې پیښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. جمیله امینې د پیښې په تړاو زیاتوي چې په دې بس کې سپاره درې یا څلور کسان ممکن د پولیسو پخواني سرتیري او یا پخواني حکومتي کار کوونکي وي. هغې وویل چې قومي مشران، ځايي حکومتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي د مسافرو په خوندي آزادولو کار کوي.

تیره میاشت وسلوالو طالبانو  په غزني ولایت کې پنځه کسان وروسته له هغې په ډزو ووژل چې له موتر څخه یې ښکته کړل. دا په داسې حال کې ده چې وسلوال طالبان وخت نا وخت په ټول افغانستان کې ناقانونه د تلاشي پوستې جوړوي او په دې کار سره شخصي او مسافر وړونکي موټر دروي، تلاشي کوي. دوی زیاتره په دې راز کارونو کې د دولتي چارواکو، د امنیتي ځواکونو د سرتیرو او یا هم د نړیوالو سازمانونو د کارکوونکو په لټه کې وي.