1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو د خوښی لومړی اختر

۱۳۹۰ شهریور ۹, چهارشنبه

ولسي خلکو د افغان پولیسو امنیتي تدابیر وستایل. د پلازمیني کابل یو شمیر اوسیدونکو د اختر د ورځو پرمهال د پولیسو له کار او زیار څخه ستاینه وکړه. هغوي اوس د خپلو کورنیو ځواکونو په وړتیا باوري ښکاري

https://p.dw.com/p/12QF0
د افغانستان ملی پولیس
د افغانستان ملی پولیسانځور: AP

د کوچني اختر لومړۍ او د دوهمې ورځي ترنیمایی پوري په ملک کې کومه زړه بګنونکي پیښه نه وه رامنځ ته سوي.

د پلازمیني ډیری اوسیدونکو چې په دې ورستیو کې یې ښار د نا امنۍ د بیلا بیلو پیښو شاهد وو د اختر د ورځو د امنیت په برخه کې تر  ډیره بریده د پولیسو په ژمنو باور نه شوای کولای.

خو په ټول ملک کې د شاوخوا یو سل او پنځوستو زرو افغان پولیسو په دندو ګمارلو وښوده چې افغان ځواکونه کولای سي چې د مذهبي جشنونو امنیت ټینګ کړي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي د پولیسو له وروستیو تدابیرو ستاینه وکړه او ویې غوښتل چې نور د افغانانو د څو لسیزو ناوخوالي پای ته ورسیږي.

د کابل یو شمیر اوسیدونکی اوسیدونکی:« د اختر ورځي دي، د پولیسوله کارونو راضي یو، هغوي ښه تابیا نیولي، نن په خوښۍ تیره سوه اوانشالله هر څه به سم پر مخ ولاړ سي.»

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي د نوي پلان له مخې به د اختر په ورځو کې د هېواد په نژدې ټولو ښارونو کې لسگونه زره پوليس په لارو او کوڅو کې گزمې کوي چې د ممکنه تاوتريخوالي د پېښېدو مخه ونيول شي .
وزارت د روان کال په تاوتريخوالي کې د قرباني شوو پوليسو له کورنيو سره د پيسو او خوراکي توکو د مرستوه خبره هم وکړه .

د وزارت وياند غلام صدیق صدیقي دویچه ویله ته وويل د نوي پلان له مخې شاوخوا ۱۵۰ زره پولیس د اختر په دریو ورځو کی  د هېواد د نژدې هر ښار په څلور لاريو او کوڅو کې گزمې کوي او د مشکوکو کسانو او گاډو پلټنې به کوي.
صدیقي وویل:« يوازې د پلازمېنې کابل د امنيت لپاره تر لسو زرو ورپورته پوليس ځانگړي شوي چې د احتمالي تاوتريخوالى د پيښيدو مخه ونيسي ، انشالله هر څه په نورمال ډول پر مخ ځي او پولیس ځواکونه به د افغان او ایتلافي ځواکوانو ملاتړ هم له ځان سره ولري.»

ډیری افغانانو د  پولیسو له قربانیو یادونه وکړه او خپل  ملک د راتلونکې لپاره د سولې دعا وکړه.
د پل خشتي جومات مخې ته د کابل ښار یوه تن اوسیدونکې دویچه ویله ته داسي وویل: « د لمانځه له ادا کولو وروسته مو  دا دعا وکړه چې نور دي  خدای په افغانستان کی سوله اوامن راولي، امنیتي تدابیر په ښه توګه نیول سوي، هیڅ راز ویره نه لرو اوانشالله حالات به په سمه توګه پر مخ ولاړ سي.»

نن چې د کوچني اختر له دوهمې ورځي سره برابره  ده تر اوسه پوري د ملک له یوې سیمې هم د نا امنۍ خبر ندی تر لاسه سوی.

خلک په آرامه فضا کې د اختر  خوښې لمانځي او په یو شمیر لویو ښارونوکی د ټنک ټکور د محافلو لپاره هم تابیا نیول سوي ده.

دلته کابل ته د ګاونډي تاجکستان دسندرغاړو څو ډلی را رسیدلي چې نن شپه به بي ساري  سندریزې ننداري جوړي کړي.

کابل/میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکيم