1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپاېې پولیس د افغانستان د ولسوالیو د پولیسو مشران روزي

۱۳۸۹ بهمن ۹, شنبه

د اروپاې ټولنې پولیس (EUPOL) داسي یوه پروژه په لاره اچولې چې په ترځ کې یې د افغانستان د بیلا بیلو ولسوالیو د پولیسو مشرانو ته روزنه ورکوي.

https://p.dw.com/p/QwYZ
انځور: AP

په افغانستان کې د اروپایې پولیسو د څانګې پر وینا چې د هیواد د جنوب څخه د افغانستان د ملي پولیسو افسران د پنځو اوونیو لپاره د ولسوالیو د قومندانانو په هغه کورس او روزنه کې ګډون کوي چې د پولیسو د سټاف کالج (Staff College) تر چتر لاندې د سرحدي پولیسو په پوهنځي کې تر سره کیږي.

د پولیس افسرانو د روزنې لپاره دغه سټف کالج چې اوس پکې جګ پوړو پولیس افسرانو ته رزونه ورکول کیږي د اروپایې ټولنې په مالي او تخنیکي همکارۍ د پلازمینې کابل په دولسمې ناحیې کې جوړ سوی دی.

د اروپایې ټولنې د پولیسو د ماموریت د روزنیز مرکز د پراختیا د څانګې مشر براین جونسټن پر وینا چې د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر د میاشتې د ولسوالیو د قومندانانو د امتحاني کورس څخه وروسته، دغه کورس د څلورو اوونیو څخه پنځو اوونیو ته وغزول شو، چې اصلي موخه یې د څیړنو اداره، استخبارات، ګډ عملیاتونه، بشري منابع او د فساد په وړاندې مبارزه ده.

د اروپایې ټولنې د پولیسو له لوري دویچې ویلې ته په را استول سوي وینا پاڼه کې راغلي چې د دغې روزنیزې دورې په پای ته رسیدو سره به افغان جنرالان وکولای سي چې خپلې چارې د ولسوالیو په کچه په اغیزناکه توګه پر مخ بوزي.

د دغې روزنیزې دورې یو شمیر ګډون والو د اروپایې ټولنې له لوري د دغه مسلکې کورس په لاره اچول ډیر مثبت وارزول .

د پولیسو افغاني افسران سمونیار امان الله اسدیار او سمونوال جاوید بهشتي د اروپایي اتحادیې د پولیسو دماموریت د روزنیز مرکز د پراختیایي څانګې سره یو ځای په کار بوخت دي، او د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د متخصصینو سره یو ځای د کورسونو اړوند تعلیمي پروګرام په جوړیدو او د محتوی په چمتو کولو کې، کار کوي:

« د ولسوالیو د قومندانانو په کورس کې مهمې موضوعګانې په پام کې نیول شوي، لکه عدالت ته لاس رسۍ، په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو لپاره.»

اروپایې پولیس وایې چې د کورنیو چارو د جنسیت د برخې ماهره مل پاسوال شفیقه قریشې ته دنده سپارل سوي تر څو د عدالت په برخه کې د دغه کورس زدکونکو ته زدکړې ورکړل سي.

د یادولو وړ ده چې اروپایې پولیس له تیرو څو کلونو راهیسې د افغان پولیس ځواک د مسلکې وړتیا د پورته کولو په برخه کې له افغان دولت سره مرسته کوي.

آلمان یو له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې د افغان پولیس ځواک د روزلو په برخه کې کلیدي ونډه لري او تر اوسه پوري یې په لسګونو زره پولیس سرتیرو ته لنډ مهالي مسلکی زدکړي ورکړي دي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی