د آلمان د ليبرال ديموکرات د گوند نوي مشر څوک دي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۴, شنبهليبرال ديموکرات ګوند پرون په خپله ګوندي غونډه کي له ګيدو وستر ويلي سره مخه ښه وکړه. د وستر ويله لس کلنه زمانه پاي ته ورسيده. دهغه پر ځاي فليب روسلر چي تر اوسه پوري د صدارعظمي انګلا مرکل په ايتلافي کابينه کي د عامي روغتيا وزير ؤ د FDP د نوي مشر په توګه وټاکل شو. په عين وخت کي هغه اوس د اقتصاد وزير او د مرکل د صدارت مرستيال هم شو.
روسلر پرون د خپل ګوند له خوا په سلو کي د 95 راييو له ګټولو سره د ليبرال دیموکرات د ګوندی مشری په غاړه واخیستله او ژةنه یی وکړه چی د دی ګوند پخوانی برم بیرته ژوندی کړی. روسلر د ګوند د استازو د اعتماد څخه مننه وکړه او وویل:« زه تاسو ته وعده درکوم چي سر له نن، سر له همدا اوس څخه به آزاد ديموکراتان بيرته مخ پر وړاندي ګامونه اخلي.»
د روسلر سیاسی پرمختګ
د آلمان د ملي ګوندونو په تاريخ کي دا لومړي ځل دي چي په خته يو بهرني د يو ملي ګوند مشري په غاړه اخلي. فيليب روسلر په خټه ويتنامی دي. هغه د ویتنام په جنوب کی دKhanh Hung په سیمه کی په 1973 کال دنیا ته سترګی وغړولی. خو د هغه د زیږیدو دقیق تاریخ چی پّ کړمه میاشت او په کومه ورځ پیدا شوی معلوم نه دی.
د 9 مياشتو ؤ چي د ويتنام د جګړي د يو يتم په توګه آلمان ته راوړل شو. بيا يوي آلماني کورني د هغه کفالت او روزونه په غاړه واخیستله او هغه د خپل ماشوم په څير ستر کړ.
فیلیپ روسلر څلور کلن چی رضایی مور او پلار یی سره بیل شول او د هغه د رزوین مسوولیت د هغه د پلار چی د آلمان د ملي پوځ د هوايي پيلوت ښوونکي ؤ په غاړه پاتی شو.
فيليب روسلر په 1992 کال په هامبورګ کي خپله بکلوريا تر لاسه کړه او له هغي وروسته د طب په رشته کي لوړی زده کړی وکړی.
د هغه سياسي پرمختګ د ليبرال ديموکرات په ګوند کي له سیاسی فعالیتونو سره پيل شو. هغه په 2003 کال کی د آلمان د نیدرزاکس په ایالت د لیبرال دیموکرات د ګوند ایالتی فعالیتونو ته ځیر شو او په 2007 کال کی د خپل ګوند له خوا د ایالتی پارلمانی ټاکنو کی د خپل ګوند د مخکښ کاندید وټاکل شو.
په دغو ټاکنو کی د خپل ګوند لپاره د ښو لاس ته راوړولو له امله د هغه وخت د ایالتی لومړی وزیر د کریستینان وولف چی اوس د آلمان ولسمشر دی، په کابینه کي د اقتصاد، کار او ترانسپورت د چارو وزير شو.
د 2009 کال د اوکتوبر په په فدرالی ټاکنو کی د لیبرال دیموکرات د ګوند د ستر بریالیتوب سره هغه د صدراعظمی انکلا مرکل په ایتلافی کابينه کي روسلر د عامی روغتیا وزیر شو چی تر برون پوری دغه دنده د هغه په غاړه وه.
د وستر ویله د زمانی پای
د لیبرال دیموکرات د ګوند په پرونی غوڼده کی د ګوند په مشری کی ستر بدلون رامنح ته شو. ګیدو وستر ویلی وروسته له لسو کلونو د ګوندی له مشری څخه لاس واخیست ، خو په فیدرالی کابنیه کی د بهرنیو چارو د وزیر په توګه پاتی.
د آلمان د سږ کال په څو ایالتی ټاکنو کی د پر له پسی له ماتی سره په وستر یوله فشارونه زیات شول او په دغو ټاکنونو د ناکامی مسوولیت د هغه په غاړه واچول شو. د اپریل په میاشت کی د بادن ویرتنبرګ په ایالتی ټاکنو کی د لیبرال دیموکرات د ګوند ناکامی وستریله دی ته اړ کړ چی د ګوند له مشری څخه استعفاء وکړی.
پرون هغه د خپلي مخه ښه په وينا کي په خپلو اشتباهاتو هم اعترف وکړ، خو په عین وخت کی د ګوند په ایتلافی حکومت کی خپأو لاس ته راوړنو ته هم اشاره وکړه.
دا چي هغه د امينت د شورا په غونډه کي د لبيا په لانجه کي له رايي ورکولو څخه ډه ډه وکړه، وستر ویله د بهرنیو چارو له خپل دريځ څخه یی وکړه او وويل: « زه د هر هغه چا نظر ته احترام لرم چي په لبيا باندي د پوځي حملو ملاتړ کوي او هغه اړين بولي. خو زه هيله من يم چي دوي دي سره هم تفاهم ولري چي ما د امنیت د شورا په پريکړه کي د لبيا د پوځي عملياتو سره هوکړه ونه کړه. په دي هکله ما ټول اړخونه وڅيړل او تصميم مي ونيو چي آلماني سرتيري د لبيا په جګړه کي ګډون ونه کړي.»
دغه راز وستر ويلي د اروپا د اتحاديي د راتلونکي په هکله هم انديښنه څرګنده کړه، خصوصا چي ځنيي هيوادونه اوس غواړي بيرته د اروپايي هيوادونو ترمنځ سياسي پولي رامنځ ته کړي
هغه وويل: « زه انديښنه لرم ، چي په ځينو هيوادونو کي هسي قوتونه بيرته پيدا شوي اومخ په وړاندي درومي ترڅو بيرته ملي سياست ته مخ واړوي». د وستر ويلي په نظر دغسي یو سياست د اروپا اتحاد ته سخت تاوان رسوي او ټولي لاس ته راوړني به له خارو سره برابر کړي.
آژانسونه/ عبدالباری حکیم
کتونکی: احمد ولي اڅکزی