1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: د منځني ختيځ د سولي په پروسه کي بن بست باید مات شي

۱۳۹۰ فروردین ۱۹, جمعه

د المان صدراعظمي له اسراييلو څخه وغوښتل له فلسطينيانوسره دی خبرو اترو ته کښینی.هغي دا خبره په برلين کي د اسراييلو له صداراعظم سره د ليدوپه مهال وکړه.هغوي دواړه د عربي نړی له تحولاتو څخه د ايران د ګتي اخيستو خبرداري ورکړ

https://p.dw.com/p/RGMW
د آلمان صدراعظمی انګلا مرکل په برلین کی د اسراییلو له صدراعظم، نیتانیاهو سره ولیدل
د آلمان صدراعظمی انګلا مرکل په برلین کی د اسراییلو له صدراعظم، نیتانیاهو سره ولیدلانځور: dapd

په برلين کي د المان د صدارت په ماڼي کي ميرمن مرکل د اسراييلو له صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره د ليدني کتني په وخت کي وويل چي د تير مني څخه را په دي خوا د سولي په پروسه کي رامنځ ته شوي خڼد بايد له منځه ولاړ شي.

مرکل وویل: «بن بست بايد ماتي شي، هدف بايد د دو دولتونوحل وي، يعني په سيمه کي د يو يهودي دولت پايښت او د يو نوي فلسطيني دولت جوړيدل.»

خو دا چي د آلمان د صدراعظمي د غوښتني له مخي، دغه بن بست څرنګه مات شي، د اسراييلو د صدراعظم، نيتانياهو له خولي په برلين کي څه وا نه اوريدل شول.

د دي پر ځاي هغه په مطبوعاتي کنفرانس يواځي تشي وعدي ورکړي. نيتانياهو هغو ژورنالستانو ته چي له اسراييلو څخه ده سره يو ځاي برلين ته راغلي ؤ په مطبوعاتي کنفرانس کي مخ واړه او وويل: « زه به په دي موضوع باندي په يوي وينا يا هم ښايي ډيرو نورو ويناوو کي چي په راتلونکي کي ورکوم، يادونه وکړم. نو زه تاسو ته سپارښتنه کوم چي زما وينا ته انتظار وباسي.»

د يو آلماني ژورنالست د دي پوښتني په ځواب کي چي د اسراييلو حکومت ولي په اشغالي خاورو کي د يهوديانو لپاره د مينو جوړولو سياست ته دوام ورکوي، کوم سياست چي د « دو دولتونوحل» پلان ته يو خڼد ګڼل کيږي، نيتانياهو وويل: « که چيري مونږ غواړو سولي، امنيت او ثبات ته ورسيږو، زه تاسو ته ضمانت کوم چي د هستوګنو جوړولو موضوع چي د خبرو اترو د پروسي وروستي برخه ده، هررو مرو د حل کيدو وړ ده. هغه داسي يوڅه نه دي چي سړي پري لاس برتوب پيدا نه کړي.»

نيتانياهو زياته کړه: اسراييل د سولي لپاره دعا کوي، د سولي لپاره هيله لري او هغي ته د رسيدو لپاره هڅي کوي. خو هغه وويل چي اسراييل په منځني ختيځ کي د روان ګړي بدلون په وړاندي بايد « ويښ» اوسي. هغه یادونه وکړه چي په عربي نړي کي روان تحولات ښايي د ديموکراسي له ودي سره مرسته وکړي او يا هم ښايي اسراييلو ته نور زيات ګواښونه پيدا کړي، له هغه يوه څه څخه چي ايران ښايي ګټه واخلي.

صدراعظم د ایران اتمی پروګرام ته په اشاری سره وویل:« د هر هغي يوي هڅي مخه بايد ونيوله شي چي ايران وتوانيږي هستوي وسلي جوړي کړي. که چيري ايران اتمي وسلي جوړي کړي او په منځني ختيځ کي د پرمختګ او ديموکراسي لپاره هڅو ته خنډ پيدا کړي، په سيمه کي د مثبتو بدلونو لپاره زمونږ هر دول هيله له خاورو او ايرو سره برابريږي.»

د آلمان صدراعظمي هم د نيتانياهو خبره تاييد کړه او وويل چي د تهران حکومت په خپل هيواد کي د ديموکراسي غوښتني د برچي په زور وټکولي.

میرمن مرکل د ایران د تیر کال د رزیم ضد مظاهرو ته اشاره وکړه او وویل: « په سيمه کي د ديموکراسي لپاره غورځنکونه په لومړي سر کي ايران کي رامنځ ته شول، خو په ډير بيرحمانه توګه وټکول شول، په دي ورځو کي د هغو او د هغو ګن شمير انسانانو يادون وشي چي همدا اوس په زندانونو کي پراته دي او د رنځ شپي او ورځي تيروي.»

مرکل د اسراييلو له صدراعظم سره په ګد مطبوعاتي کنفرانس کي د منځني ختيځ د سولي خبرو اترو ته په اشاري سره وويل : « د سپتمبر تر مياشتي بايد پرمختګ رامنځ ته شي.»

فلسطينينان غواړي چي په راتلونکي سپتمبر کي د ملګرو ملتو د عمومي غونډي په مرسته په يو اړخيزه توګه د يو فلسطيني دولت د جوړيدو اعلان وکړي. خو د آلمان صدراعظمي اسراييلو ته ډاډ ورکړ چي په يو اړخيزه توګه به آلمان يو فلسطيني دولت په رسميت ونه پيژني.

بيتنا مارکس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: غوټي پوپل