1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماسو د ستري غلا په تور ۳۱ تنه نيول سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

داسي معلوميږي لکه د بروکسل په هوايي ډگر کي درې مياشتي دمخه د غلا سوو آلماسو د پيدا کېدو څرک دي لگېدلی وي. نزدې ۳۰۰ پوليسو په يوه ماموريت کي د غلا په تور ۳۱ تنه نيولي دي.

https://p.dw.com/p/18Unl
beim Juwelier, Diamanten, Diamantlupe und Pinzette juwelier; viele diamanten; leuchtende sterne; funkeln; jeweler; diamant; einige; glamour; large; rhein; solid; treasure; wohlstand; haufen diamanten; wertvoll; lot; lose diamonds; sorting diamonds; lose diamanten; diamantlupe; lupe; diamant lupe; carat; diamand; diamanten; diamond; diamonds; karat; pinzette; schmuckstück; edelstein; stein; teuer; gem; jewel; jewelry; kristalle; luxury; steine; technik; goldschmied; klar; viele; berg; 1000 diamanten; texture; hintergrund; schwarzer hintergrund; diamant auf schwarz
Symbolbild Diamanten Diebstahl Raub Belgien Brüssel Flughafen Zaventemانځور: Fotolia/Stefan Gräf

تقريباً درې مياشتي له هغه وروسته چي د بروکسل له نړيوال هوايي ډگر څخه د ميليونو ډالرو په ارزښت گران بيه ډبري غلا سوې پوليسو په بلجيم، فرانسې او سويس کي ۳۱ تنه تورن کسان نيولي دي.

د روان کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۸ نېټه اتو تنو نا معلومو کسانو د پوليسو په يونيفورم کي چي ماسکونه يې هم درلودل په دوو موټرو کي د بروکسل هوايي دگر ته ننوتل او له يوې الوتکي څخه ئې ۱۰۰ کارتنه گران بيه ډبري يووړلې. د دغو ډبرو بيه ۳۸ ميليونه يورو اټکل سوې ده.

د بلجيم، فرانسې او سويس امنيتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ خپل پلټونکي عمليات سره همږغي کړل او د سوو پوليسو له خوا د پيل سوو عملياتو په ترڅ کي بروکسل ته څرمه ۲۴تنه په سويس کي ۶ تنه او په فرانس کي يو تورن کس نيول سوی دئ.

د نيول سوو کسانو په ډله کي بايد يو هغه کس هم شامل وي، چي له هوايي ډگر څخه ئې آلماس ايستلي ول. د بلجيم په نيول سوو کسانو کي داسي څوک هم شامل دي چي د زور زياتيو او غلاوو په اړه له پولیسو سره زړه سابقه لري.

د غنيمت مهمه برخه موندل سوې ده؟

ويل کيږي چي په سويس کي د دغي ستري غلا يوه برخه موندل سوې ده. د راپورونو له مخي په دغه هيواد کي يوه اندازه آلماس او سل زره سويسي فرانکه نيول سوي دي.

د بروکسل د څارنوالۍ وياند ژان مارک مايلوير، ويلي دي چي په بلجيم کي هم يوه زياته اندازه نغدي پيسې او گران بيه موټران کشف او ضبط سوي دي.

دغي اته کسيزي ډلي د آلماسو د غلا پرمهال بېله دې چي پر يوه چا باندي ډزي وکړي او يا دي ئې زخمي کړي دغه غلا ترسره کړې ده.

تر غلا وروسته د آلماسو د نړيوال مرکز يوه وياند ويلي ول، چي دا د آلماسو د غلاوو په تاريخ کي تر ټولو ستره غلا وه چي وسوه.