دجنوبي امريکا څخه څلور ټيمونه يو پرڅلرم فاينل ته راووتل
۱۳۸۹ تیر ۹, چهارشنبهددغي ورځي په اوله مسابقه کښي چي د پاراگوای او جاپان تر منځ تر سره سوه، د پاراگواي په گټه تمامه سوه . دغه ميچ د نورو مسابقو په مقايسه ډيري لږ هيجاني صحنې درلودې . خو بيا هم پاراگوای د ټولي مسابقې په جريان کښي پر جاپان برتري درلوده .
په ټوله مسابقه کښي داسي لږ صحنې وې ،چه د گول وهلو امکانات يې رامنځته کړي وای ، او د تماشاچيانو پام يې ځان ته وراړولی وای .
ميچ يوازي د مسابقې د اصلي وخت تر ختميدو وروسته ، يعني د متقابلو 5 پينالټيو پر وخت هيجاني سو ، ځکه چه هم دواړه ټيمونه،هم تماشاچيان او هم ددواړو خواوو مينه وال دې ته په هيجان سره منتظر وه ، چه کمه خوا ډير گولونه لگوي او کمه خوا يې مِس کوي . او څنگه چه پاراگوای 5 سره پينالټۍ په گول تبديلي کړې ، بيا جاپان يوه مِس کړه ، او آخري پينالټي ته حاجت نسو پيدا . ځکه نو مسابقه پر همدغه 5پر 3 د پاراگوای په گټه پای ته ورسيدل .
په يو پراتم فاينل کښي قاعده داسي ده ، چه د مسابقې وخت د نيم ساعت دپاره نه اوږديږي ، بلکه د بازي تر ختميدو وروسته اول دواړه خواوي 5 پينالټۍ شوټ کوي ، او که بيا هم سره مساوي سي ، نو بيا هره خوا يو يو شوټ کوي ، تر څو چه يوه خوا اضافه گول ولگوي .
اوس نو د جنوبي امريکا څخه تر برازيل ، ارجنټاين او يوروگوای وروسته پاراگوای څلرم امريکايي هيواد دی چي پر يو پرڅلرم فاينل ته راوزي .
که پاراگوای په همدې ډول خپل پرمختگ ته دوام ورکي ، او د يو پرڅلرم فاينل څخه هم راووزي ، نو په نيمه فاينل کښي به د جرمني يا ارجنټين سره مخامخ سي . د پاراگوای د ملي ټيم ټرينر گيرادو مارتينو چه هم ډير خوشاله او هم په خپل ټيم فخر کوي ، وايي ،
«زموږ ټيم مقابله وکړه ،او ډير کوښښ يې وکی . موږ بې اندازې ډير بختور يو . نن زموږ ورځ وه . دا د نور مخته کيدو دپاره يو ښه قدم ؤ ، او کيدای سي ، چه نور هم مخته ولاړ سو . »
اوس به نو په يو پرڅلرم فاينل کښي د جنوبي افريقا په يوهانس بورگ کښي د شنبې په ورځ پاراگوای د هسپانيې سره مخامخ سي .
ددغي ورځي په دوهمه مسابقه کښي چي بيا د هسپانيې او پرتگال تر منځ تر سره سوه ، د هسپانيې په گټه تمامه سوه . پدې ډول د هسپانيې ملي ټيم په جنوبي افريقا کښي د وروستي ټيم په حيث او پسله 8 کلو څخه يو پرڅلرم فاينل ته راووتی .
ددغه ټيم څخه داويد ويلا په 63دقيقه کښي د گرين پوينټ په سټوډيم کښي د 64000تماشاچيانو په مخکښي پرتگال ته گول ورکی . تر دې لږ دمخه او وروسته هم هسپانيې د گول وهلو ډير چانسونه درلودل ، خو هغه په گول تبديل نسول .
په 89دقيقه کښي د پرتگال د ټيم څخه ريکاردو کوستا سور کارټ هم واخيستی ، او نور يې نو د گول وهلو چانس ډير راکم سو .
اوس نوپه جنوبي افريقا کښي د يو پر اتم فاينل مسابقې پای ته ورسيدې ،اودوې ورځي وروسته به ديو پرڅلرم فاينل مسابقې شروع سي ، خو موږ به تر هغه وخته پوري چي بيا هم په زړه پوري او تازه رپوټونه درکوو، د فټبال د تاريخچې او د تيرو ورځو د فټبال د پس منظر په باب معلومات درکو .
کالا کوپس /محمد قاسم نوري
کتونکی : فضلي