داودزی: ۲۰۱۹ کال مو د سولې کال نومولی دی
۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبهداودزي د چهارشنبې په ورځ له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ ۲۰۱۹م کال د افغانستان له پاره د سولي کال نوموو.»
خو داودزي روښانه کړه چې که طالبان له افغان حکومت سره مخامخو خبرو اترو ته حاضر نه شي، نو سوله نه شي راتلی. دا په داسې حال کې ده چې طالبان اوس له امریکا متحده ایالاتو سره مستقیمي خبرې اترې کوي او له افغان حکومت سره له مذاکراتو ډډه کوي.
پلان شوې وه چې طالبان د چهارشنبې په ورځ د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازې سره په قطر کې د خبرو دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي، خو دې ډلې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر اجند د نه مواقعې له کبله دواړو اړخونو دغه غونډه لغو کړې ده.
تر دې مخکې امریکا متحده ایالاتو او نورو سیمه ییزو هیوادونو له طالبانو څخه غوښتي ول چې د کابل له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو پر دغو غوښتنو سربیره هم طالبانو له دې کاره انکار کړی دی.
له طالبانو سره د خلیلزاد د غونډي تر لغو کیدو وروسته، هغه د هندوستان، چین، پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې هیوادونو ته د سفر یوه نوې لړۍ پیل کړي چې د سولې په بهیر کې د بیلابیلو اړخونو ملاتړ ترلاسه کړي.