دادبياتو دنوبل جايزه رومانيي الا صلي- المانۍ هيرټا ميولر يووړل
۱۳۸۸ مهر ۱۷, جمعهد تيري پيړۍ د90 مو کلو راپديخوا چه ددې کتابونه تر 20 په اضافه ژبو ترجمه سويدي ، دا يې د نړيوالو مهمو ادبي څيرو په قطار کښي راوستلې ده .
کله چه د سويډن د اکاډمۍ منشي پيټر اينګلونډ د ´2009 کال د نوبل د جايزې ګټونکی اعلان کۍ ، او هغه هيرټا ميولر وه ، او که څه هم ډيري چکچکي ورباندي وسولې ، خو بيا هم ډيره حيرانکونکې خبره نه وه . ځکه په همدغه وخت کښي چه جايزه اعلانيدل ، يوې سويډنۍ ورځپاڼي اکسپريسن په خپله نشريه کښي پدې هکله يو څه نشر کړي وه ، او همدغه پاڼه يې د کمرې مخ ته نيولې وه . د نشريې سرليک ؤ ، د ادبياتو د نوبل جايزه د هيرټا ميولر د پاره .
ډيرو سويډني ليکوالانو او دکلتور ماهرانو د هيرټا ميولر د دريځ پلوي کوله ، او دا يې د ادبي مهمو څهرو په قطار کې راوستله .
يوه ډيره مشهوره ادبي څهره اولريکا ميلز پدې هکله داسي وايې چه ، « هيرټا ميولر يوه ډيره ښه ليکواله ده . تر کومه ځايه چه ما دهغې ليکني لوستلي دي ، يوه ډيره قانوني او پر اصولو کلکه ولاړه ليکواله ده . ليکني يې د چاقو په شان تيرې او د لغتونو په انتخاب او استعمال کښي خورا دقيقه او د ښکاره دريځ پلوي کوي . »
ددې شخصي بيوګرافي او کيسي هم دقدر وړ او نورمالي ښکاريږي .
هيرټا ميولر په کال 1953ميلادي کښي په نيتڅکي ډورف کښي دنيا ته راغلې ده ،يو کلی چه د رومانيه د بنات په سيمه کښي پروت دی ، اود خلکو ژبه يې جرمني وه .
هيرټا ميولر په رومانيه کښي دجرمني او رومانيايي ادبياتو تحصيل کړيدی ، خو دې په رومانيه کښي اجازه نه درلودل ، خپلي ليکني نشر کړي . ځکه چه دې نه غوښتل د رومانيې د جاسوسۍ د شبکي سيکوريټاټي سره ګډ کار وکړي .
د همدې کبله په 1987 کال کښي د خپل ميړه سره جرمني ته راغلل ، او ځکه يې نو د وطن څخه ليري والی او يا بي وطني پر ادبي ليکنو هم ډير اثر کړيدی .
البريشت/ ګرديوال
کتونکي : محمد قاسم نوري