خلیلزاد: تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقتنامې ته هیله من یو
۱۳۹۷ بهمن ۲۰, شنبهد افغانستان د سولې مذاکراتو له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشتې په ۸ نیټه) په واشنګټن کي د یوه کنفرانس په ترڅ کې امیدواري څرګنده کړه چې په جولای میاشت کې په افغانستان کې تر په پام کې نیول شویو ولسمشریزو ټاکنو مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقتنامه رامنځته شي.
هغه وویل: «دا به د افغانستان له پاره بهتره وي. د نن او جولای ترمنځ کافي وخت شته». خلیلزاد زیاته کړه چې یوې نهایي موافقې ته تر رسیدو مخکې ډیر داسې مسائل شته چې باید پرې بحث او کار وشي.
د امریکا ځانګړي استازې او طالبانو د جنوري په میاشت کې په قطر کې مستقيمې خبرې اترې وکړې. خلیلزاد وروسته تر دغو مذاکراتو په خبرو اترو کې د پرمختګ اعلان وکړ.
هغه د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره په خبرو کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د هغه اعلان په هکله بحث نه دی شوی، چې ویلي وو په پام کې لري له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو یوه برخه به وباسل شي. د نوموړي په وينا بلکې هغه د دې هیواد له پاره د سولې د یوې موافقې په لټه کې دی. هغه زیاته کړه چې د سولې یوه موافقه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امکانات برابر کړي.