1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

خبریالان : افغان رسنۍ په قانوني خلا کې رسنيز فعالیت کوي

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

خبریالان او د رسنيو ملاتړې ادارې وايي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، افغانستان کې خپلواکې رسنۍ په قانوني خلا کې واقع دي. دوی اندېښنه ښيي چې د رسنیو قانون د نه پلي کېدو په صورت کې به ازاد مطبوعات له منځه ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/4KOAe
Katar | Friedensgespräche in Doha
انځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته، د نورو برخو سربیره ورځ تر بلې پر رسنیو هم د طالبانو له لوري محدودیتونه وضع کیږي. ځینې هغه ژورنالیستان چې تر اوسه په افغانستان کې فعالیت لري، د رسنيو له نړیوالو ملاتړو ټولنو او د طالبانو له حکومته غواړي څو په هېواد کې د خپلواکو رسنيو د بقا له پاره ګډ کار وکړي.

رپوټونه وايي چې طالبانو د امریکا غږ او آزادۍ راډیو ايف ام نشرات بند کړي دي. طالبانو ادعا کړې ده چې دغه رسنۍ د افغانستان د مطبوعاتو قوانینو ته پابنده نه وې، ځکه تړل شوي. یادو رسنیو هم د خپلو نشراتو بندېدل تائيد کړي دي.

امريکا غږ وايي، طالبانو ويلي دي چې دوی د دغو رسنيو «د پروګرامونو د محتواو په هکله شکایتونه ترلاسه کړي» خو په دې هکله ېې نور جزئیات نه دي ورکړي. د امریکا غږ او آزادۍ راډيو مالی ملاتړ امریکا متحده ایالات کوي، خو سره له دې دغه رسنۍ ادعا کوي چې خپلواکې دي. امريکا غږ پښتو، پر ټويټر ليکلي دي: «طالبانو په افغانستان کې د امریکا غږ خپرونې بندې کړي» دي.افغان خبریالان د سیمو په هیوادونو کي له ناڅرګند برخلیک څخه شکایت کوي

دغې رسنۍ زياته کړې ده چې امریکا غږ به له دې وروسته خپلې «پښتو او دري خپرونې له افغانستان څخه باندې د ۹۷۲ کیلوهرتز په څپو کې خپروي.» د امريکا غږ په حواله دغې رسنۍ د طالبانو تر دغه اعلان پورې په افغانستان کې «د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې لرلې چې شپږ ساعته ېې پښتو او شپږ ساعته ېې درې وې.» د طالبانو حکومت تر دې وړاند د آلمان غږ دویچه ویله په ګډون د یو شمیر نړیوالو رسنیو نشرات هم په افغانستان کې بند کړي ول.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددی وايي، د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته، تراوسه افغان رسنۍ په قانوني تشه کې واقع دي او دا د خپلواکو رسنيو د کار پر وړاندې لویه ننګونه ده. حجت الله مجددی له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: »د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا بیا بیا ويل شوي چې د رسنيو قانون عملی دی، مګر په عملي ډول چې لېدل کېږي د اجرا وړ نه ‌دی او ويل کېږي چې د تعدیل له پاره د وزیرانو شورا ته لېږل شوی، خو متاسفانه ډېر وخت ورباندې تېر شو او تراوسه نهایی شوی نه دی.«

مجددی غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې دا قانون د استفادې وړ وګرځي او اندېښنه ښيي که یاد قانون عملي نه شي، نو د ده په وينا دواړه خوا [رسنيو او اوسني حکومت] ته به ستونزې جوړې کړي.

DW Akademie | Grafik Afghanistan Assessment

د طلوع نيوز د خبري څانګې مشر تمیم شهير بیا وايي چې، د رسنيو پر وړاندې محدیتونه په ډېرېدو دي او د ده په وينا خبريالان اطلاعاتو ته په سمه توګه لاسرسی نه لري. شهير دویچه ویله ته وویل: «د رسنيو د قانون ترڅنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون نه عملي کېږي، ځکه خو خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او له ډېرو محدیتونو سره مخ دي.»

په افغانستان کې د ژورنالیستانو د مصونیت کمېټه هم مني چې افغان رسنۍ په قانوني تشه کې واقع دي او دغه کمېټې په دې تړاو خپلې اندېښنې له اوسني سرپرست حکومت سره شریکې کړي دي.

د طالبانو نشراتي اصولنامه

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمېدو په لومړۍ میاشت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر رسنيو نوي اصول وضع کړل. دغه وزارت د رسنيو دفترونو ته په لېږلې یولس ماده‌یزه اصولنامه کې د تازه محدیتونو یادونه کړې وه چې د خبريالانو په باور د خپلواکو رسنيو بې ‌پرېتوب او خپلواک کار، يې محدود کړ.

دا نشراتي اصول يوازې د اصولنامې په بڼه یاد شوي او د اوسني حکومت د مشرتابه لخوا د کوم ځانکړي فرمان پر اساس نه دي ابلاغ شوي.په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی؛ له طالبانو تازه غوښتنې

پخوانۍ خبریاله مدینه مروت چې څه موده کېږي د هغې په خبره د ژورنالیتسک کار په برخه کې د ننګونو له امله يې دنده پرېښې، ياد اصول د خپلواکو رسنيو د فعالیت پر وړاندې ستر خنډ بولي.

مروت يادونه کوي چې، په دې اصولو کې رسنۍ او خبریالان په ځانکړې ښځينه خبريالې محدودې شوي او حتا ټول مواد يې د ټولنیزو رسنيو د قانون سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ په تېر يوه کال له ۱۲ زره رسنيزو کارکوونکو څخه اته زره هغوی خپلې دندې له لاسه ورکړې او له ۵۵۵ رسنيو ۲۲۴ هغه يې وتړل شوې دي.

DW Akademie | Grafik Afghanistan Assessment

طالبان ظاهرا د دغو رسنیو د تړل کېدو لامل اقتصادي ستونزي بولي، خو ځينې خبریالان وايي چې، پر رسنيو وضع شوي نوي محدودیتونه هم د دغو رسنیو د کار د دوام پر وړاندې خنډونه وو.

بل لوري ته د بې‌ پوله خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې پر افغان رسنيو د نوي لګول شوي محدیتونو او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر پېښو، اندېښنه ښودلې ده.

یاد سازمان د روان میلادی کال د اګست په لسمه دغه راپور کې ويلي چې، د تېر کال د اسد له څلورېشتمې نېټې تراوسه په افغانستان ۸۰ خبریال او رسنيزی کارکونکي نېول شوي  او ۳۰ نور له تاوتریخوالي له سره مخ شوي دي

د ټولنیزو رسنیو قانون

د افغانستان د ټولنیزو رسنیو قانون د پخواني جمهوري حکومت د اساسي قانون د څلوردېشمې مادې د حکم له مخې چې د بیان آزادي تضمینوي، وضع او رامنځ ته شوی دی.

د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د اساسي قانون په ګډون کابو نور ټول قوانین ملغا شوي ګڼل کېږي، خو د طالبانو د سرپرست حکومت په لومړیو کې، طالب وياندويانو ويلي وو چې، د ټولنیزو رسنيو قانون د اجرا وړ دی، اما د روان کال د وږي په ۱۵مه د طالبانو وياند اعلان وکړ چې د ټوليزو رسنيو قانون يې تر بيا کتنې او تغيیراتو وروسته د خپل حکومت مشرتابه ته، د تاييد له پاره استولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه خبري کنفرانس کې يادونه وکړه چې په ياد قانون کې بدلونونه راوړل شوي او تر تایید وروسته به د اجرا وړ وګرځي. یاد وزارت په یاد قانون کې د نويو تغییراتو دقیق جزییات نه دي رسنيز کړي، خو خبریالان او د رسنيو مدیران تمه لري چې د خپلواکو رسنيو بې‌پرېتوب  په کې خوندي وي.

د افغانستان په ختیځ کې يو خبریال چې نه غواړي نوم يې ذکر شي وايي: «زه هيله لرم چې د ټولنيزو رسنيو قانون عملي شي، خو یوه اندېښنه دا چې نوي محديتونو او داسې مادې ور اضافه نه ‌شي چې د رسنيو خپلواکي سلب او ژورنالیستان لا محدوده کړي.»

د ټولنیزو رسنيو قانون پر قانون سربېره اوس په افغانستان کې  اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون هم په بشپړه توګه د اجرا وړ نه دی. د پژواک خبري اژانس د نړیوالې څانګې مشر جاوید همیم کاکړ، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته غواړي چې تر ټولو لومړی د خبریالانو د امنیت او بیا معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنيو سره همکاري وکړي.

همیم زیاته کړه: «اوس ډېرې خپلواکې رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د څېړنیزو او فیچرونو د چمتو کولو پر مهال ستونزې ډیرې دي.»

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

د رسنيزو سرغړونو کمېسیون

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په افغانستان کې د رسنيزو سرغړونو کمېسیون په بشپړ توګه له منځه ولاړ، خو د همدغه کال د دلوې مياشت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان وکړ چې ياد کمېسیون بېرته فعالوي.

ياد کمېسیون د ۱۱ غړو په درلوده سره يو ځل بیا د روان میلادی کال د اګسټ په میاشت کې رامنځ ته شوو، چې پنځه غړي يې خپلواک او شپږ نور يې د اوسني حکومت استازي دي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددی وايي: «که‌ چيرې یو پياوړی کمېسیون لکه څرنګه چې د رسنيو په قانون کې تعریف شوی عمل وکړي، دا به د ډېرو هغوو ستونزو چې اوس شته دي، مخه ونیسي. زموږ تمه دا ده چې دا کمیسیون هماغه پياوړتیا ترلاسه کړي.»بې پولې خبریالان: ۷۵ سلنه ښځينه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

د ياد کمېسیون یو تن غړی او د ژورنالیستانو د مصونیت کمېټې استازی جمیل وقار وايي: »تراوسه یاد کمیسیون روښانه طرزالعمل نلري، هيله ده چې ژر نهايي شي.« د وقار په وينا، د دې کمېسیون پريکړې بايد د خبریالۍ د اصول او قوانینو پر بنسټ وي، خپل استقلالیت ولري او د رسنيو ټولې اړوندې قضیو د حل مرجع وي.

هغه وايي: «دا کمیسیون د  همدې موخو له پاره جوړ شوی چې د رسنيو په چارو کې د نورو نهادونو مداخله بنده شي او یوازې کمېسیون دا صلاحیت ولري چې د رسنيو اړوند مسايلو ته رسيده ګي وکړي.»

Afghan journalists demonstrate in Islamabad
انځور: Shukria Sediqi

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیدو وروسته، د دغې ډلې حکومت په لومړی سر کې د تیر جمهوري نظام د رسنیو د قانون د عملي کولو ژمنه وکړه خو د وخت په تیریدو سره یې پر رسنیو ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړل. له دې جملې په تلویزیونونو کې د بهرنیو فلمونو او سریالونو او همدا راز پر موسیقۍ د بندیز سربیره د خپرونو له ښځینه ویاندویانو د مخونو د پټولو غوښتنه هم شوې ده. د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د شریعت او افغاني دود او کلتور په چوکاټ کې د رسنیو آزادۍ ته ژمن دي.

بل لوري ته د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان د بیان آزادۍ له پلوه د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې په ۱۵۶م ځای کې درجه بندي کړی دی. دغه سازمان وايي چې افغان ژورناليستان حتی د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د ګواښ او آزار و اذیت په څير ننګونو سره مخ ول، خو زیاتوي چې د دې ټولو ستونزو باوجود افغانستان په تیرو شلو کلونو کې وتوانېد چې د سېمې په سطحه د مطبوعاتو تر ټولو متنوع رشد ولري. له دې ټولو سره سره په تازه مورد کې له رسنیو د ملاتړ نړۍ‌وال ایتلاف په افغانستان کې د بیان ازادي سلب شوې بللې او په دې غبرګون يې د دې هېواد غړیتوب لغو کړی دی.

ځ. ف