"حکيمي د افغان پلاوي د مشرۍ وړتيا لري"
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهولسي جرگې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د کابل – واشنگټن د امنیتي تړون پر څرنگوالي باندي د اندېښنو تر څنگ په واشنگټن کې د افغانستان سفېر هم د دې وړ نه دی بللی، چې پر یاد تړون د خبرو له پاره د افغان پلاوي مشري وکړي.
د جرگې غړو دغه راز، هغه ان په مالي فساد کې هم ښکېل بللی دی. خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن یکشنبې (۲۰۱۲کال د نوومبر۱۱) په کابل کې په يوه خبري غونډه کي د ولسي جرگې د غړو دا څرگندوني بې بنسټه وبللې.
د ښاغلي موسی زي په وینا ولسي جرگه باید ترهرڅه وړاندي خپلي اندېښنې او پوښتني له بهرنیو چارو وزارت سره شرېکې کړي وای:«د ملي شورا غړي باید اجازه ورنه کړي چي د ناسمو معلوماتو پر بنسټ، د پياوړو افغان ډېپلوماټانو شخصیت ته سپکاوی وکړي.»
موسی زی زیاتوي، ښاغلی حکیمي د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د افغانستان سفارت له پاره د ودانۍ په جوړولو کې په مالي فساد تورن شوی دی، چې د ولسي جرگې د نړېوالو چارو کمېسیون لويي څارنوالی ته معرفي کړ، خو تر څېړنو وروسته پر ده لگیدلي تورونه بې بنسټه ثابت شول.
دغه راز، په امنیتي برخه کې د اکلیل حکیمي نه مسلکي توب هم بله ستونزه وه، چې د ولسي جرگې غړو یې یادونه کړې ده. په همدې حال کې د چارو یو شمېر کتونکي هم ټینگار کوي چې په دې برخه کې باید د امنیتي مسایلو یو پياوړی کارپوه د افغان پلاوي مشري وکړي.
سیاسي شنونکی انجینر محمد یونس فکور وايي:«زه فکر کوم چې اول خو پلاوی ډیر مهم دی، چې ترکیب یې د افغانستان پر امنیتي اړتیاوو باندي کاملاً پوه وي او له بلې خوا په بين المللي حقوقو پوه وي، د امریکا په قوانینو پوه وي داسې نه سي چې موږ داسې شرطونو ورته کښېږدو، چې د امریکا اساسي قانون او د هغوی نظامي دوکتورین دا اجازه نه ورکوي او موږ بالاخره نتجې ته ونه رسیږو.»
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې تراوسه پر امنیتي تړون د خبرو په موخه کمېسیون نه دی جوړ شوی، بلکي یو پلاوی گمارل شوی دی، چې په ترکیب کې یې د گمرکونو له ریاست څخه بیا تر ملي دفاع وزارت پوري استازې گډون لري:
«په ټوله نړۍ کې معمول دی چې د خبرو اترو د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت یو ډېپلوماټ کوي، خو د پلاوي په ترکیب کې د گمرگونو د متخصصینو ترڅنگ په دفاعي مسایلو کې متخصصین هم شامل دي.»
جانان موسی زی وايي ټاکل شوې ده، چي د کابل– واشنگټن پر امنیتي تړون د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ خبري اتري د روان میلادي کال د نوومبر پر ۱۵مه نېټه پيل شي.
ویل کیږی چې د امریکا په استازېتوب د پلاوي مشري به د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا د ځانگړي استازي مارک گروسمن مرستیال او د افغان پلاوي مشري به په واشنگټن کي افغان سفیر وکړي.
چارواکې وايي چې پر یاد تړون خبري اتري د ملي واکمنۍ د اصل، سرتاسري سولي او د امنیتي بنسټونو د پياوړتیا له مخې ترسره کیږي.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل