1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل-واشنګټن امنیتي تړون په اړه اندیښنې

محمد اسماعیل شاکر۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه

افغان او امریکايي چارواکي د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون پر جزییاتو غږیږي ‏خو د ولسي جرګې غړي وایي چې افغان حکومت باید د دې سند د جوونکي پلاوي مشري ‏داسې یوه کس ته وسپاري چې د هیواد له امنیتي لومړیتوبونو خبر وي.‏

https://p.dw.com/p/16gc5

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمسیون مشر محمد نور اکبري، د دې جرګې د شنبې ‏ورځې (د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۱۰مه نیټه) عمومې غونډې ته وویل چې د امریکا او ‏افغانستان تر منځ د امنیتي تړون پر سر د خبرو اترو په موخه د افغان پلاوي مشري باید د یوه ‏داسې کس پر غاړه وي چې په امنیتي څانګه کې د افغانستان له لومړیتوبونو څخه خبر وي.‏

د ښاغلي اکبري په وینا په واشنګټن کې د افغان سفیر چې اوس د افغانستان په استازيتوب د ‏دې تړون پر سر د خبرو اترو په حال کې دی په اصل کې د دې کار وړتیا نه لري. هغه زیاته ‏کړه: «افغان حکومت پر دغه تړون باندې د خبرو له پاره یو کمیسیون ټاکلی دی چې مشر ‏یې په امریکا کې د افغانستان سفیر دی. زه فکر کوم چې افغان حکومت باید د دې سند پر ‏سر د خبرو په بهیر کې له امنیتي سکتور څخه یو کس لکه د کورنیو چارو یا دفاع وزیر او ‏یا هم د ملي امنیت رییس شامل کړي.»‏

د کابل او واشنګټن تر منځ په امنیتي تړون کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايی ‏ځواکونو د پاتې کیدو، د سرتیرو شمیرې، پوځي اډو، د امریکا له خوا د افغان پوځ د ملاتړ ‏او نورو مسایلو په اړه پر جزییاتو باندې موافقه کیږي.‏

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل ‏حکیمي، د هغه پلاوي مشري پر غاړه لري چې د افغانستان او امریکا تر ‏منځ د امنیتي سند پر جزییاتو باندې کار کوي.‏

افغانستان او امریکا تر دې مخکې یو ستراتیژیک سند لاسلیک کړی دی خو په هغه سند کې ‏دا خبره نه ده روښانه شوې چې امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي ‏اډې ولري او که نه.