تيوره ولسوالي بيرته نيول سوې
۱۳۹۶ مرداد ۶, جمعهد غور ولايت وياند عبدالحي خطيبي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي افغان امنيتي ځواکونو تر دوو ورځو سختو جگړو وروسته تيوره ولسوالي د جمعې په ورځ بيرته نيولې ده.
هغه ويلي دي چي د ولسوالۍ د بيرته نيولو په جگړه کي ۱۳ طالبان وژل سوي دي او افغان امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
خطيبي دغه راز زياته کړې ده چي هغه ځايي اوسېدونکي چي له سيمي څخه تېښتي ته مجبوره سوي ول اوس بيرته خپلو ټاټوبو ته پر ستنېدو دي.
وسله والو طالبانو په روانه اونۍ کي افغان امنيتي ځواکونه د دغي ولسوالۍ له مرکز څخه وتلو ته مجبوره کړل.
د طالبانو له خوا د دغي ولسوالۍ د مرکز تر نيولو وروسته د غور ولايت د ولايتي شورا غړي عبدالبصير قادري ويلي ول چي د دغي ولسوالۍ روغتون ته اور اچول سوی، له ۱۰ تر ۱۲ ډاکټران او ناروغان وژل سوي دي. خو هغه مهال وسله والو طالبانو په غور ولايت کي د يوې ولسوالۍ نيول رد کړي ول.
د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کي ليکلي ول چې د طالبانو له خوا د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ د نیولو رپوټونه ناسم دي.
د غور ولايت امنيه قوماندان محمد مصطفی محسني، ويلي دي چي وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په مرکز کي ماينونه ښخ کړي او د ماين پاکۍ ټيمونه ئې اوس په شنډولو پيل کړی دئ.