1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر سېلابونو وروسته په سوات کې د درملو کمښت

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د پاکستان په شمال ختیځو سيمو کې د سېلابو د اوبو تر کمېدو وروسته هلته ناروغۍ خپرې شوي دي. ډاکتران د بې ځایه شويو کسانو د درملنې له پاره چې په تر حده ډکو کمپونو کې ژوند کوي، کافي درمل نه لري.

https://p.dw.com/p/4GxIs
Pakistan Khyber Pakhtunkhw Flutkatastrophe
انځور: Hussain Ali/AA/picture alliance

ګل مکۍ چې د خيبر پښتونخوا د سوات سيمې اوسيدونکې ده، د سېلابونو له کبله د خپل کور پرېښودو ته مجبوره شوې ده. اوس که څه هم اوبه کښته شوي دي خو پر شا یې داسې چټلۍ پرېښي چې د خطرناکو ناروغيو عاملين پکې په آسانۍ سره خپريدلی شي. د خيبر پښتونخوا په دې وروسته پاتې سيمه کې درمل او د څښاک اوبه په نشت حساب دي.

ګل مکۍ له خپل کلي او کوره کابو ۵ کيلومتره لیرې، په يوه کمپ کې اوسي او هڅه کوي چې خپل د تي زوی چې د ګرمۍ له لاسه چیغې وهي، د لاس پکي په هوا يو څه غلی کړي.

دا يولس مياشتنی ماشوم چې پر ځمکه پر يوه پلاستکي ټغر پروت دی، په خارښت اخته شوی دی. د ګل مکۍ نور دوه کوچنيان هم اغیزمن شوي دي. دا مرض د کوچنيو کنو له لارې خپريږي چې يوازې تر مایکروسکوپ لاندې ليدل کيږي او د انسان پوست ته داخليږي او هلته بيا د خارښت او سوروالي باعث ګرځي.

نوموړې دويچه ويله ته وويل: «پر بدن یې د خارښت نخښو ته وګورئ. هغه یې په ګوتو ګروي او بيا چيغې وهي. په خيمه کې نمجنې ګرمۍ د هغه کړاو نور هم ډېر کړی دی.» دلته د تودوخې درجه تر ۳۰ اوړوي، د ۶۰ سلنه هوا له رطوبت سره.

د بيارغونې کارونو له وجې د خلکو بې ځایه کیدل

د سوات سيمې زياتره برخې د سوات سيند په دره کې پرتې دي چې شا او خوا یې غرونه دي او دا د پاکستان په شمال کې هغه سيمه ده چې د تېرو مياشتو په سېلابونو کې تر ټولو ډېره ځپل شوې ده. دلته کورونه او نورې زيربناوې سېلابه له ځانه سره وړي دي.

سيمه ایزو چارواکو د بې ځایه شويو له پاره په يوه ښوونځي کې موقتي استوګن ځایونه برابر کړي. ګل مکۍ وايي چې کمپ ته تر رسېدو وروسته یې د خپلو اولادونو له پاره يو ډول کريم ترلاسه کړي، خو نوره روغتيايي مرسته ورسره نه ده شوې.

کولرا، اسهال او د وينې پیچ ناروغۍ په کمپ کې د پاکو اوبو د کمښت له کبله د خپريدو په حال کې دي.

نعمان خان چې د پاکستان د طب د اسلامي ټولنې په نامه غير دولتي سازمان غړی دی، د سوات د مرکز سيدو شریف په يوه کمپ کې دويچه ويله ته وويل چې د باران ډنډ شوې اوبه د څښاک او جامو پريوللو له پاره کارول کيږي چې همدا د ناروغيو د خپريدو باعث ګرځي.

پاکستان کې سېلابونه؛ ميندوارې روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري

په دې منځ کې د ډينګي تبې د خپريدونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. خان وويل چې پشه خانو او حشره وژونکو درملو ته اړتيا ده.

نوموړي وويل چې ښځې د مياشتني عادت پر وخت دلته د پاکوالي د ناوړه شرايطو او اړينو توکو د نشتوالي له کبله له روغتيايي ستونزو سره مخ کيږي. يوې ۲۳ کلنې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، دويچه ويله ته وویل چې د مياشتني عادت پر وخت د درد دوا او هیڅ نورو هغه کورنيو درملو ته لاس رسی نه لري چې په دې وخت کې به یې د درد د مخنيوي له پاره کارول.

د درملو کمښت

مرستندويه ټولنې وایي چې دوی تر سېلاب وروسته د ولاړو اوبو له کبله د رامنځته کیدونکو نارغيو د مخنيوي په موخه په عاجله توګه درملو ته اړتيا لري. زياته شوې چې درملتونونو د درد دواوې، انتي بيوتک، د پوست د ناروغيو، شکر او سترګو د ميکروبونو درمل نور نه لري.

اسد الله خان چې د پاکستان د ايدهي مرستندويه ټولنې سره کار کوي، دويچه ويله ته وويل چې په سوات کې یې ډېرو خپلوانو د پاکستان په نورو برخو کې له خپلو خپلوانو سره تماس نيولی څو انسولين او نور درمل چې دلته نه موندل کیږي، ورته را واستوي.

په پاکستان کې سېلابونه؛ حکومت له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې

اسد الله خان د سوات په شمالي سيمه کالام کې ژوند کوي، وويل چې د روغتیا نړيوال سازمان يوه ډله يوه سيمه ایز روغتون ته ورغلې وه او ژمنه یې کړې وه چې له روغتون سره به د درملو او نورو اړينو روغتيايي توکو مرسته وکړي.

د درملو شرکتونه د دواو د کمښت پړه د پاکستان پر حکومت اچوي او وايي چې د بيې حد ټاکل کيدو د توليد بیې لوړې کړي دي چې دې د درملو توليد ځنډولی دی. 

د سوات د روغتيا د برخې يوه چارواکي محمد سليم خان دويچه ويله ته وويل چې که درمل ژر تر ژره ونه رسېږي، نو روغتيايي بحران ښايي له کنتروله ووځي.

نوموړي وویل: «موږ [د روغتيا اداره] خپله ټوله هڅه کوو چې درملو ته لاس رسي پيدا کړو خو وضعيت په ډېره چټکۍ سره مخ پر خرابيدو دی. موږ نورو درملو ته اړتيا لرو.»

ب. ص/ ن. ز (Jamila Achakzai)