1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د طالبانو د خپل منځني اختلاف ګواښ څومره واقعي دی؟

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

افغان طالبان به په راتلونکو اوونيو او مياشتو کې کله چې هغوی د حکومتولۍ پر چيلينجونو تمرکز کوي، تر سخت فشار لاندې راشي. د شنونکي مايکل کوګلمن په آند دغه ډول فشار کيدای شي د تازه خپل منځي ترينګلتياو باعث وګرځي.

https://p.dw.com/p/40elu
Mullah Abdul Ghani Baradar
انځور: Alexander Zemlianichenko/REUTERS

په دې وروستيو ورځو کې د طالبانو د خپل منځني اختلافاتو په اړه ډېر رپوټونه خپاره شوي چې ښايي د دغه ډلې د معتدلې کړۍ له خوا په سرپرسته کابينه کې د غير طالب مشرانو او سياسيونو او اقليتونو نه شتون دغه اختلافاتو ته لمن وهلي وي.

د روانې میاشتې په سر کې د معتدلې کړۍ د مخکښو مشرانو او سخت دريځو ترمنځ د فزيکي شخړې په اړه د پام وړ رپوټونه خپاره شول: يعني د لومړي وزير يا رئېس الوزرا د مرستيال ملا برادر او د حقاني شبکې د مشر خليل الرحمان حقاني او د افغانستان د مهاجرينو د نوي وزير ترمنځ.

د رپوټونو په حواله حقاني له خپلې څوکۍ څخه پورته شوی وو او ملا برادر یې وهلی وو. دا څه د ساتونکي ترمنځ د شخړې باعث شوي ول چې په ترڅ کې یې يو شمير کسان وژل شوي ول.

که چېرې د خپل منځني ترينګلتياو رپوټونه دقيق وي نو دغه ډول فشارونه ښايي په راتلونکو اوونيو کې نور هم شدت پيدا کړي، په داسې حال کې چې طالبان لا دمخه تر فشار لاندې دي او هڅه کوي خپل واک پياوړی کړي، په هېواد کې دننه او دباندې مشروعيت ترلاسه کړي، مخ پر خرابيدونکي اقتصادي بحران ته ځواب ووايي او د داعش ترهګريز ګواښ پر وړاندې مقاومت وکړي.

Michael Kugelman
مايکل کوګلمن، د افغانستان او سويلي آسيا کارپوهانځور: C. David Owen Hawxhurst / WWICS

لا هم يووالی شته

خو سره له دې هم د طالبانو د ويشل کيدو په اړه مبالغه بايد ونه شي. موږ یې د احتمالي اختلافات په اړه هيڅ کره شواهد په لاس کې نه لرو. له دې امله هم بايد احتياط وشي چې په ماضي کې هم کله چې دوی په خپلو ليکو کې له اختلافاتو سره مخ شوي، د دغه اختلافاتو پر يوه جدي ګواښ د بدليدو تر مخه یې د هغې د له منځه وړلو له پاره وحشيانه يا کلک عمل کړی دی.

پر دې سربیره داخلي ترينګلتياو په دې تېرو شلو کلونو کې هيڅکله هم خپلو اهدافو ته د دغه ډلې د رسېدو په لار کې خنډ شوي نه دي.

په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان د چارو کارپوه اندريو واټکنس د خپلې يوې ليکنې په ترڅ کې ويلي ول چې «هر هغه د نظر اختلاف او بې اتفافي چې طالبانو ورته د يوه ګواښ په توګه کتل په تېره لسیزه کې په کلکه او آن په زور ځپل شوې ده.»

نوموړي همدا راز ليکلي ول چې داخلي درزونه په ۲۰۱۶م کال کې د ملا هيبت الله اخوندزاده له خوا د واک تر لاسه کولو راهيسې لږ شوي دي.

په حقيقت کې هم د طالبانو د سياسي او نظامي صفونو ترمنځ د يووالي ډېرې قوي نخښې شته. د تېرو څو کلونو په ترڅ کې کله چې څو ځلي موقتي اوربند وشو، طالب جنګيالو پرته له کومې سرغړونې خپلې وسلې پر ځمکه کيښودلې. پر دې سربيره کله چې طالانو له ترمپ ادارې سره د خبرو اترو ژمنه وکړه او بيا له افغان حکومت سره هم، نو د سخت دريځو له خوا هم د مذاکراتو پر وړاندې هیڅ څرګند مخالفت ونه ليدل شو.

د يوه حکومت پر مخ وړل

که سړی داسې و انګيري هم چې د طالبانو ترمنځ يو څه خپل منځي مخالفت موجود دی، نو مطمناً دا څه دا ډله نه کمرزوې کوي. د څو کلونو په اوږدو کې طالبانو يو شمير تهاجمي بريدونه وکړل، سيمه ایزه اورپکي یې په ټول هېواد کې خپره کړه، بې ساري زياته اندازه سيمې یې ونيولې او د امريکا متحده ایالاتو سره یې د عسکرو د وتلو تړون وکړ چې په بدل کې ترې هغوی ډېر لږ څه وغوښتل.

دغه ډله بيا بې له دي چي فير هم وکړي کابل ته داخله شوه. همدا راز یې د خپل سرسخت دښمن اشرف غني له هېواده تېښته تجربه کړل، سياسي واک یې ترلاسه کړ، له امريکايي عسکرو سره یې مخه ښه وکړه او سرپرست حکومت یې اعلان کړ چې د دغه ډلې تر ټولو ځواکمن مشران پکې شامل دي.

اوس په دې اړه چې څرنګه د طالبانو د حکومت پر ضد سوله ایزې مظاهرې سرکوب شي او دا چې غير طالب چارواکي په حکومت کې شامل کړل شي او يا دا چې له اقتصادي بحران سره څرنګه چلند وشي، ښايي اختلافات موجود وي.

که چېرې هغوی د تير په شان چلند وکړي نو ښايي دا اختلافات به مخکې تر هغې چې په ډله کې د پراخ ويش باعث شي، له منځه يوړل شي. خو بيا به هم طالبان د اورپکۍ يا بغاوت د مهارولو په پرتله د حکومت چلونې د لا سترو چيلينجونو سره مخ وي. دا په دې معنا ده چې د داخلي اختلافاتو له منځه وړل او يا حلول به د پخوا په څېر آسان او ساده نه وي.

د داعش – خرسان ګواښ

سربيره پر دې  دلته يو داسې بالقوه مخالفت هم شته چې له پامه غورځول کيږي، داسې يو مخالف چې د طالبانو ترمنځ له احتمالي ويش سره به یې پايلې ډېري خطرناکې وي. هغه طالب جنګيالي چې له دې ډله څخه جلا کيږي، له سيالي ډلي »داعش خراسان« سره به يوځای کيږي.

ځينو طالب جنګيالو ناهيلي هم څرګنده کړې ده چې جګړه پای ته ورسيده او دوی به ونه شي کولی د جګړې په ډګر کې جهاد ته ادامه ورکړي. ډېر به یې عادي ژوند ته د مخه کولو او د ځان او خپلې کورنۍ د ساتلو له پاره د معاش د خوندي کولو هڅه وکړي خو ستړيا او خفګان به ورسره مل وي.

په تيرو وختونو کې هم ځينو طالب جنګيالو د داعش سره بيعتونه کړي ول. په راتلونکو مياشتو کې به هم د دغه ډول بعتونو نوې څپه وليدله شي.

له همدې کبله بايد له پامه ونه غورځول شي داعش په جدي توګه طالبانو ته ستر امنيتي ګواښ دی. د کابل په هوايي ډګر کې د اګست مياشتې د ۲۶ نيټې خونړی بريد د داعش له خوا د طالبانو د کمروزي کولو يوه هڅه وه. په ننګرهار کې هم چاودنې او بريدونه د دغه ډلې له خوا مقاومت او خطر تاييدوي.

داعش چې د طالبانو په مقابل کې يوه کوچنۍ ډله ده او ډېره لږ سيمه یې نيولې، نيغ په نيغه د طالبانو سياسي بقا نه ګواښي خو زور زياتی یې کولی شي د طالبانو د واک پياوړي کولو او سيمه ایز مشروعيت ترلاسه کولو هڅو په مقابل کې خنډ واقع شي.

افغان ولس ته د طالبانو له مهمو پېغامونو څخه یې يو دا دی چې تر څلويښتو کلونو جګړو وروسته یې سوله راوستلې ده. خو که چېرې افغانان د ترهګرۍ د نوې څپې سره مخ شول نو دا لاسته راوړنه او هغه مشروعيت چې طالبان يې غواړي ترلاسه کړي، زيانمن به شي.

مایکل کوګلمن د ساينس پوهانو او عالمانو د نيویارک میشته وودرو ويلسن نړيوالې ټولنې د سويلي آسيا له پاره مرستيال مشر او لوړ رتبه همکار دی.