بلچراغ: ۱۰۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې
۱۳۹۰ شهریور ۲, چهارشنبهدملی پیوستون پروګرام دمسؤلینو په وېنا د دغې ولسوالۍ خلکو په ۴۶ کلیوکې ۱۰۶ پروژې ټا کلې وې چې د څه د پاسه ۳۳ ملیونو افغانیو په لګښت یې یو تر بل پسې کارونه ختم او په یادې ولسوالۍ کې دملي پیوستون پروګرام پاې ته ورسید .
په فاریاب ولایت کې دملي پیوستون پروګرام چې له پنځو کلونو راهیسې پیل سوی د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د خلکو په ژوند کی مثبت بدلون راوستی.
بلچراغ د دغه ولایت اړوند هغه ولسوالي ده چې ۵۰ سلنه غرونو پوښلې. د اټکل له مخې دغه ولسوالي تر ۱۰۰ زرو زیات وګړي لري چې زیاتره یې په مالدارې او کرکیله بوخت دي.
دملي پیوستون د پروګرامونو مسؤلین وایي چې دغه ولسوالي ۴۵ پراختیایي شوراګانې لري. دغو شوراګانو په ۴۵ کلیو کی ۱۰۶ پراختایي پروژې ټاکلي چې دملي پیوستون د پروګرام د پیل راهیسې یو پر بل پسې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او اوس ېې کار په بشپړه توګه پایې ته رسیدلی.
په شمال اوشمال لودیځو ولایتونو کې د ملي پیوستون د پروګرامونو د ولایتي دفتر مطبوعاتي مسؤل، احمد فرید سعادت، وایي په دغو پروژو کې د بلچراغ ولسوالۍ خلکو ته د یوې اوږدې مودې لپاره د کار زمینه هم برابره سوې:
« هغه پروژې چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، درې ټولنیزمرکزونه، ۷ حلقی د څښاک د پاکو اوبو نیمه عمیق څاګانی، دوه د اوبو زیرمې چې کندې ورته ویل کیږي، دلس نیم کلیو مترو په اوږدوالي د سرکونو کریړ کول شامل دي.
پر دې سربیره ۲۱ پلګوټي، د۴ کیلومترو په اوږدوالي استنادي دیوالونه، د ۵۴۵ مترو په اوږدوالي د اوبو دوه کانالونه، دمیرمنو لپاره ۶ دخیاطۍ، ۲ د غالیو اوبدلو اویوهم د ګلم اوبدنې کورس دی چې د دغی ولسوالۍ په ۹ کلیو کی ۱۸۰ میرمنې په کې په زدکړو بوختې دي.»
سعادت زیاتوي په دغو پروژو ۳۳ ملیونه پنځه سوه ۷۷ زره افغانې لګښت راغلې، دغه پیسې د نړیوال بانک له خوا ورکړل سوی، چې په کې لس سلنه د سیمی د خلکو مالی مرسته هم شامله ده.
د دغې ولسوالۍ خلک هم دغه پروژې د خپلو ستونزو د هواری یوه مهمه برخه بولي. د همدی ولسوالۍ اوسیدونکی محمد اسماعیل وایي:
« د همدغه پروګرام له لارې زموږ ډیر مشکلات حل شوي دي . څاګانې کیندل سوی، لارې اوکوڅی جوړي شوي او د یو شمیر میرمنو لپاره د کسب او کار زمینه هم برابره سوې.»
د راپورونو له مخې فاریاب په شمال کې هغه ولایت دی چې د بیا رغونې کارونه په کې پڅ روان دي، خو د دغه ولایت اوسیدونکي د ملي پیوستون له پروګرام نه څه ناڅه رضایت لری.
حمیدالله صافی/ فاریاب
کتونکی: سید ریاض