1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ:مېرمنو ته د تار اوبدني زده کړي ورکړل سوې

۱۳۹۰ مرداد ۱۷, دوشنبه

د شمال په پنځو ولايتونو کي شاوخوا ۵۰۰ مېرمنو ته د وړيو څخه د تار اودلو زده کړي ورکړل سوي دي. ددې پروژې هدف بېوزله مېرمنو ته د کار زمينه برابرول او صنعت ته وده ورکول ياد سوی دی.

https://p.dw.com/p/12CyD
د تار اوبدني کارخونه
د تار اوبدني کارخونهانځور: DW

تار اوبدنه، هغه لاسي صنعت دی، چي د شمال په پنځو ولايتنو کي ډيری ګونډيانو او بېوزله مېرمنوته د کارزمينه پکښي برابره سوې.
دغه برنا مه چي د امريکا د محتده ايالاتو د پراختيايي ادارې لخوا تمويليږي، شپږ مياشتي مخکي يې په بلخ، سمنګان، جوز جان، سر پل او فارياب ولايتنو کي د ۵۰۰ په شاو خواکي مېرمنو ته د وړيو اوبدني زده کړي ورکړي.

دغه مېرمني اوس دې ته خوشحاله دي، چي له همدي لاري کولای سي حلاله روزي تر لاسه کړي.

هغه مېرمني چي د تار اوبدني په دغه صنعت کي په کار بوختي دي، هر يوه يي د کور سر پرستي پر غاړه لري دوی له همدي لاري په ورځ کي له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانيو عايد تر لاسه کوي.

ددغه صنعت د ودي له پاره د شمال د هر ولايت په مرکز کي يوه يوه کارخانه هم جوړه سوې. د جوزجان ولايت د تار اوبدني د پروژې مسوله مېرمن نجيبه وايي، له دغي پروژي څخه ددوی هدف دادی تر څو هم مېرمنو ته د کار زمينه برابره سي او هم د تار اوبدني صنعت وده وکوړي.

هغه وايي په دې برخه کي په کار بوختو مېرمنو ۶ مياشتي د يو شمير افغاني مېرمنو لخوا له وړيو څخه د تار اوبدني په برخه کي زده کړي کړي دي.

په شمال کي د بهرنيو هيوادونو په مالي ملاتړ نه يوازي داچي د وړيو د تار اوبدني پروژې تطبق سوي، بلکي ددغه زون په مرکز مزارشريف کي د آلمان هيواد په مالي مرسته له وريښمو څخه د تار اوبدني يوه پروژه هم بشپړه سوي، چي اوس محال لس ګونه مېرمني پکښي په توليداتو بوختي دي.

وړۍ چي يو د افغانستان له توليداتو څخه شميرل کيږي له تارو څخه يي غالۍ اوبدل کيږي چي د افغانستان د وړيو غالۍ نړيوال شهرت لري.

عبدالحمید صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل