1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بریتانیې کې د اسلام ضد پېښو ثبتوونکې ټولنه

نسیم صابر (ریګرد بیرند)۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبه

په لويه بريتانيا کې د اسلام ضد تاوتريخوالي قربانيان د Tell Mama يا «مور ته ووايه» په نوم ټولنې ته مراجعه کولای شي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر لږ نور اروپايي هیوادونه د اسلام ضد تاوتریخوالي پېښو دقیق جزئیات ثبتوي.

https://p.dw.com/p/19RRS
انځور: tellmamauk.org

يوه ښځه چې د اسلام ضد رواني قرباني ده خپله کيسه داسې کوي: «په ما باندې څو ځلې بريد وشو. زه په سوک ووهله شوم، لاړې يې راباندې تو کړې او پر ځمکه يې وغورځولم.»

دغه ښځه چې پوړنی يې پر سر کړی دی د «Tell Mama» په نوم مرستندويې ټولنې په ويبپاڼه کې په يو ويډيويي فلم کې خپلې تجربې په دې ډول تشريح کوي. دا زياتوي چې هغه د خپل مېړه په مخکی سخته ووهل شوه، په داسې حال کې چې دا له شپږو مياشتو راهيسې اميدواره وه.

د «مور ته ووايه» په نوم بريتانوي ټولنه د مسلمانانو پر وړاندې بريدونه که هغه د سړک په سر پېښ شوي وي او يا په انترنېټ کې وي ثبتوي. قربانیان کولای شي دغې ټولنې ته د تليفون، لنډ پيغام يا انترنېټ له لارې خبر ورکړي. «Mama» په انګليسي ژبه دMeasuring Anti Muslim Attacks يا «د مسلمانانو ضد بريدونو د راجستر کولو ټولنې» مخفف دی.

دغه ټولنه د ۲۰۱۲ کال راهيسې د داوطلبو مرسته کوونکو په همکارۍ د تليفوني سرويس په توګه کار کوي. دغه انترنېټ پاڼه د يو بين المذهبي بنسټ له خوا تمويليږي. د پاڼې مشر فياض مغل، وايي چې «تېل ماما» په ۱۸ مياشتو کې څه نا څه ۱۲۰۰ پېښې په انګلستان او وايلس کې راجستر کړې دي. فياض مغل دويچه ويله ته وويل: «موږ په خپلو څېړنو کې په څرګند ډول وينو چې پېښې مخ په زیاتیدو دی، هم په ملي (بریتانیا) او هم په نړویاله کچه.»

کله چې د ساري په توګه د ۲۰۱۳ کال د می په ۲۲مه نېټه يو بريتانوی سرتېری په وولويچ کې د دوو اسلامپالو له خوا ووژل شو، نو د يوې لنډۍ مودې له پاره د اسلام ضد پېښو شمېر پر جوماتونو باندې د بريدونو په شمول اته چنده زيات شو.

په فېسبوک او تويتر کې د اسلام ضد څرګندونې

فياض مغل زياتوي چې ډېری پېښې د سړک په سر نه، بلکې په انترنېټ کې رامنځ ته کيږي. په فېسبوک، تويتر او نورو ټولنيزو شبکو کې هغو ښځو ته چې پوړنی لري، يا نورو خلکو ته چې د مسلمانانو په صفت پېژندل کيږي، ځينې خلک کنځلې ليکي او سپکې سپورې ورته وايي. فياض مغل زياتوي: «ځينو کسانو ته د مرګ جدي ګواښونه هم شوي دي. آنلاين فعاليتونه ډېر زيات دي. د سړک په سر تاوتريوخوالی هم شته، خو هغه تعينوونکی نه دی.»

د فياض په خبره په ځینو مواردو کې یو شمیر انلان فعالین په منسجمه او سازمان شوې بڼه د اسلام ضد ليکنې خپريږي. دغه کسان ډېری وخت ښي اړخي، متعصبين او د اسلام مخالفين دي، خو ځينې وخت داسې خلک هم وي چې مسلمانان يې نه خوښيږي. په لويه بريتانيا کې په تېره بيا د «انګلستان د دفاع ليګ» په نوم ښي اړخې ډله د اسلام ضد انترنېټي کمپاينونه په لاره اچوي.

د ټولې اروپا له پاره دقيق ارقام نه شته

په فرانسه کې هم پر مسلمانانو باندې بريدونه زيات شوي دي. دغه خبره مېرمن ايلسا رای د «EU Observer » انرنېټي پاڼې د «په اروپا کې د اسلام ضد روحيې په وړاندې د ټولې اروپا د پروګرام» ټولنې په چوکاټ کې ليکي. په جون مياشت کې يوه اميدواره ښځه د دوو نارينه و له خوا وربړول شوه، چې ورپسې مسلمانو ځوانانو څو پر له پسې ورځې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه وکړل.

ايلسا رای او د هغې ټولنه پر فرانسوي او نورو اروپايي سياستوالو تور لګوي چې هغوی خپلې سترګې پټوي او د اسلام ضد روحيې ته څه اهميت نه ورکوي. ښاغلی مروان محمد، چې د فرانسې د اسلام ضد روحيې پر وړاندې د ټولنې غړی دی وايي چې په عامه محضر کې د حجاب د منع کولو په اړه بحثونو دغه ترينګلتيا لا زياته کړې ده.

داسې برېښي چې لويه بريتانيا او فرانسه هغه هېوادونه دي چې ډېرې اسلام ضد پېښې په کې رامنځ ته کيږي. خو کاتيا ادروس چې د اروپايي ټولنې د «بنيادي حقونو د اروپايي آژانس» ويانده ده، وايي چې په اروپا کې د دغې پديدې په برخه کې دقيق ارقام په لاس کې نه شته. د اروپايي ټولنې د دغې ادارې وياندې له دويچه ويله سره په خبره کې وويل: «د اروپایی ټولنې ډېر لږ غړي هېوادونه د دغه شان پېښو ارقام ثبتوي. د اروپايي ټولنې د بنيادي حقونو آژانس له ډېرې مودې راهيسې پر اروپايي حکومتونو باندې غږ کوي چې دغه شان ارقام ثبت او خپاره کړي.»

د اروپايي ټولنې د ۲۶ غړو هیوادونو له ډلې څخه يوازې شپږ یې د اسلام ضد پېښې ثبتوي. اندروس زياتوي چې دغه کار اوس ورو ورو شکل نيسي، خو هغه په اوسنی وخت کې نه عاملين، نه قربانيان او نه هم د پېښو ارقام په ټوله اروپا کې په ګوته کولای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب