1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ابن سينا د تحصلي بورسونو ټولنه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۲۸, جمعه

د «ابن سینا» موسسه په آلمان کې په وروستیو وختونو کې جوړه شوې ده او په دغه هیواد کې مسلمانو ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي. تر دې مخکې په آلمان کې د مسلمانانو له پاره ځانګړي بوسونه موجود نه ول.

https://p.dw.com/p/19Aww
Bundesbildungsministerin Johanna Wanka (CDU) steht zwischen Bülent Ucar (r), dem Vorsitzenden der Avicenna Stiftung, sowie dem Geschäftsführer von Avicenna, Mounir Azzaoui (2.v.l.) und Bernhard Lorentz, dem Vorsitzenden der Geschäftsführung der Mercator Stiftung, am 16.07.2013 in Berlin bei der Vorstellung des neuen muslimischen Begabtenförderwerkes Avicenna. Das Avicenna Studienwerk soll künftig Stipendien an besonders leistungsstarke muslimische Studierende vergeben. Foto: Michael Kappeler/dpa
Vorstellung Begabtenförderwerk Avicennaانځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کې د انګلستان او متحده ایالاتو په څیر تحصیلي مصارف ډیر لوړ نه دي، خو بیا هم ډیر وخت محصلین نه شي کولای چې دغه مصرفونه پوره کړي. خو که محصل ممتاز وي نو هغه کولای شي د یوه بورس د ترلاسه کولو له لاري دغه ستونزه له منځه یوسي او خپل تحصیلي لګښتونه د دولت، له یوې موسسې او یا کوم بل بنسټ څخه ترلاسه کړي.

په آلمان کې داسي تحصیلي بورسونه شته چې د کاتولیکو او پروتستانتو کلیساو او همداراز په ۲۰۰۸ کال کې د یهودانو د جوړي شوی انجمن له خوا تمویلیږي. خو تر اوسه پورې په دغه هيواد کې د مسلمانانو له پاره داسې ځانګړې موسسې موجود نه وي، چې هغوی ته تحصیلي بورسونه ورکړي. خو له ۲۰۱۴ کاله یوه موسسه مسلمانو محصلینو ته بورسونه ورکوي. دغه موسسه په آلمان کې د خپل ډول لومړۍ موسسه ده. د هغې بنسټ ایښیدونکي وايي که څه هم تر ډیر ځند وروسته دغه اقدام شوی دی خو بیا هم دغه بورسونه کولای شي چې د آلمان له څه نا څه څلور میلیونه مسلمانو اوسیدونکو سره مرسته وکړي.

میرمن سیهم فتاحي چې یو شین ټکری پر سر لري د دغې موسسې په جوړیدو ډیره خوشحاله ده. د داسې یوې موسسې د جوړولو مفکوره چې په آلمان کې له ځوانو محصلینو سره مرستې وکړي درې کاله مخکې د میرمن فتاحي درو ملګرو ته ور پيدا شوه.

فتاحي وايي: «کله چې به مو یو مهم کار په مخ کې لاره نو موږ به د شپې تر یوې بجې پورې هم کار کاوه. که نه نو موږ په اوونۍ کې یوازې څو ساعته ګډ کار کاوه. په هر حال موږ ډیر کار لاره.»

پروفيسر بولينت اوچار د ابن سينا ټولني مؤسس
پروفيسر بولينت اوچار د ابن سينا ټولني مؤسسانځور: Elena Scholz

بولینت اوچار د دغې نوې جوړې شوې موسسې چې ابن سینا نومیږي رئیس دی. هغه د آلمان په شمال کې د اوسنابروک په پوهنتون کې د اسلامي زده کړو پروفیسور هم دی. اوچار وايي چې په لومړي سر کې یو شمیر محصلین هغه ته ورغلل او ورسره یې د ابن سینا موسسې جوړولو مفکوره شریکه کړه. اورچار سمدلاسه دغه وړاندیز ومانه او د هغه ملاتړ يې وکړ.

اوچار په ډیر افتخار د ابن سینا موسسي د جوړیدو خبر اعلان کړ: «ښاغلېو او اغلیو! نن د آلمان د څلورو میلیونو مسلمانانو له پاره یو ډیره مهمه ورځ ده. دغه اسلامي موسسه د لایقو مسلمانو محصلینو له پاره بورسونه ورکوي. د دغې موسسې په رسمیت پیژندل زموږ له پاره یوه لویه بریا ده.»

د ابن سینا موسسې د مشر په خبره د آلمان د ټولو محصلینو په ډله کې له دریو تر څلور سلنه مسلمانان شامل دي خو کله چې سړی دغه شمیر د هغو مسلمانانو له شمیر سره پرتله کړي چې بورسونه ترلاسه کوي نو دا خبره څرګندیږي چې د هغوی شمیر ډیر کم دی.

د اوچار په خبره د دې کار لامل دا دی چې په آلمان کې اوسني ډیر محصلینو د کارګرو کډوالو دوهم نسل دی چې خپلو اولادونو ته یې د تحصلي نظام د پیچلو اړخونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

هغه زیاتوي: «ډیر شمیر مسلمان محصلین په هغو کورنیو پورې تړاو لري چې لوړې زده کړې نه لري او په ډیرو مواردو کې په دې خبره نه پوهیږي چې آن کولای شي د ځان له پاره بورسونه هم واخلي او که نه. هغوی په لومړي سر کې د بورسونو له ترلاسه کولو سره چندان علاقه نه لري. تر اوسه پورې داسې کومه موسسه نه وه چې مسلمانانو ته د هغوی د دیني عقایدو له کبله بورسونه ورکړي.»

په داسې حال کې چې په آلمان کې داسې بورسونه شته چې محصلینو ته یوازې د هغوی د لیاقت په سبب ورکول کیږي، اوس نو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د دیني عقاید پر بنسټ ولاړو بورسونو رامنځ ته کولو ته اړتیا شته او که نه؟ اوچار او فتاحي دواړه دغې پوښتني ته مثبت ځواب ورکوي. اوچار وايي چې د دغو بورسونو په ترڅ کې همداراز محصلینو ته په اعتقادي برخو کې د بحثونو زمینه هم برابریږي. هغه زیاتوي: «تحصیلي بورسونه به معتقد ځوانانو ته ورکړل شي. خو د مسلمانو د ژوند د څرنګوالي او کړو وړ په اړه به پوښتنې و نه شي. موږ غواړو په آلمان کې د مسلمانانو د ژوند په څرنګوالي کې تنوع خلکو ته وښيو.»

په داسې حال کې چې لا تر اوسه پورې د دغو بورسونو د ترلاسه کولو له پاره ټول معیارونه نه دي ټاکل شوي، خو اوچار وایي هغه غیر مسلمانان چې په آلمان کې د اسلام په اړه څیړنې کوي، هم کولای شي چې دغه بورسونه ترلاسه کړي.

په پلان کي ده چې لومړي ۵۰ تنه محصلین به په راتلونکي ژمني سمستر کې دغه بورسونه ترلاسه کړي. د ابن سینا بنسټ پلان کړې ده چې له ۲۰۱۷ کاله هر کال ۴۰۰ محصلینو ته تحصلي بورسونه ورکړي. د دغو محصلینو د اوسیدو لګښتونه به د آلمان حکومت ورکړي او د ژبې لګښتونه به یې د «مرکاتور بنسټ» په نوم سازمان ورکړي.د «مرکاتور د بنسټ» مشر برنهارد لورنس، وایي: «زه خوشحاله چې د ابن سینا موسسې یوه لویه خلا ډکه کړې ده. زه له ټولو هغو کسانو څخه مننه کووم چې د دغې موسسې په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.»

د «مرکاتور بنسټ» تر هغه وروسته چې د ابن سینا سازمان په جوړیدو خبر شو نو له دې سازمان سره یې د یو میلیون یورو مرستو ژمنه وکړه. اوچار د نورو مرستندویه سازمانونو په اړه وایي: «په آلمان کې شاوخوا ۲۰۰۰ مسجدونه او سازمانونه موجود دي، چې دروازې یې زموږ پر مخ پرانیستې دي. هغوی غواړي له موږ سره په دې کار کې مرسته وکړي.»

اوچار وایي چې ډاډه ده چې آلمان به د دغه بنسټ لګښتونه په خپله آلمان کې پوره کړای شي نو له همدې کبله له دې هیواد څخه دباندي مرستې نه قبلوي.