برازیلیانو وروستۍ لوبه هم بایلوده
۱۳۹۳ تیر ۲۲, یکشنبهبرازیلیانو غوښتل چې له هالند څخه د لوبې له گټلو سره د آلمان پر وړاندې خپله سخته ماتې جبران کړي خو دا کار و نه شو او د برازیلیانو په کارنامې کې یوه بله ماتې هم شامله شوه.
د لوبې په لومړیو دقیقو کې هالندي ارین روبن د خپلې ډلې له پاره یوه پنالتي واخیسته چې فن پرسي کړه او لومړی گول یې وواهه. له دې گول سره برازیلیانو یو ځل بیا ډیر فشار احساس کړ او لوبه یې له کنتروله ووته.
تر یو څه وخت تیریدو وروسته داسې ښکاریدل چې برازیلیانو بیرته د لوبې کنترول ترلاسه کړی دی خو د لوبې لومړۍ نیمایي لا پای ته نه وه رسیدلي چې برازیلیانو دویم گول هم وخوړ.
که څه هم برازیلیان په آزاد شوټونو کې د گول وهلو ډیر چانس لري خو هغوی د هالند پر وړاندې لوبه کې په دې برخه کې هم ښه و نه ځلیدل او ډیر چانسونه یې له لاسه ورکړل.
د لوبې په دویمې نیمایي کې برازیلیانو د گول وهلو ډیرې هڅې وکړې خو دغه هڅې پایلې ته و نه رسیدې او لوبه همداسې پر مخ روانه وه. برازیلي لوبغاړی اوسکار، د پنالتي په سیمه کې ولوید خو د لوبې ریفري پخپله هغه ته ژیړ کارت وښود.
د لوبې په دویمې نیمایي کې هالند یو بل گول هم وواهه او په دې ترتیب سره یې د برازیل هیلې له منځه یوړي. هالند په وروستیو دقیقو کې خپل دریم گول ساتونکې میدان ته داخل کړ او په دې ترتیب سره یې په نړیوال جام کې له خپلو ټولو ۲۳ لوبغاړو څخه کار واخیست.
برازیل د ۲۰۱۴ کال د نړیوال چام په دوو وروستیو لوبو کې ښه و نه ځلید. اوس نو ټول د نړیوال جام پای لوبې ته چې د آلمان او ارجنتاین تر منځ د یکشنبې په شپه ترسره کیږي سترگې په لار دي.