د نړیوال جام جایزې به کوم لوبغاړي وگټي؟
۱۳۹۳ تیر ۲۱, شنبهد سرو زرو د توپ جایزې ته په نومول شویو لوبغاړو کې د بایرن مونشن څلور لوبغاړي شامل دي. په دغو لوبغاړو کې هالندی ارین روبل هم شامل دی. بل آلمانۍ لوبغاړۍ چې دې جایزې ته کاندید دی د دورتموند د لوبډلې غړی متس مومیلز، دی. نور کاندید آلماني لوبغاړي توماس مولر، توني کروز او فیلیپ لام دي.
مولر تر اوسه پورې په نړیوال جام کې پنځه گولونه وهلي دي. دا په دې معنی ده چې هغه باید د سرو زرو د بوټ د ترلاسه کولو له پاره نور گولونه هم ووهي. د سرو زرو پوټ هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي چې په نړیوال جام کې یې تر نورو ډیر گولونه وهلي وي. د سرو زرو توپ بیا هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي چې په نړیوال جام کې ښه ځلیدلی وي.
تر اوسه پورې په نړیوال جام کې تر ټولو ډیر گول وهوونکی د کولمبیا لوبغاړی جیمز رودریگز دی. هغه په دغو سیالیو کې شپږ گولونه وهلي دي.
درې ارجنتایني لوبغاړي
له ارجنتایني لوبډلې څخه پیاوړی نوماند لیونل میسي دی چې کیدای شي د سرو زرو توپ ترلاسه کړي. پر هغه سربیره جاویر مشیرانو او انجیل دې مریا هم د دې جایزې د ترلاسه کولو له پاره کاندیدان دي.
د برازیل له خوا نیمار د دې جایزې د ترلاسه کولو له پاره نومول شوی دی. هغه به د شنبې د ورځې په سیالي کې د مصدومیت له کبله و نه لوبیږي.
د سرو زرو پر توپ او بوټ سربیره د نړیوال جام تر ټولو غوره گول ساتونکي ته د سرو زرو د دستکشي جایزه ورکول کیږي. دغې جایزې ته د آلمان منول نویه، د ارجنتاین سیرگي رومیرو او د کوستاریکا کایلور نواز نوماندان دي.
د نړیوال جام د غوره ځوان لوبغاړي جایزې له پاره فرانسوي پاول پوگبا، رافیل وارین او د هالند میمفیس دیپي نومول شوي دي.