1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: په زاهدان ښار کې د سپاه پاسداران دوه ساتونکي وژل شوي

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د تسنیم خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د سپاه پاسدران د ځواکونو دوه تنه غړي د ایران په سویل ختیځ زاهدان ښار کې چې د تیرو څو اونیو راهیسې له تاوتریخوالي ډګو مظاهرو شاهد دی، وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4IggO
Iran | Militärübung Revolutionsgarde an der Grenze zu Aserbaidschan
انځور: tasnim

د تسنیم په حواله دغه دوه تنه محافظین چې په سیستان بلوچستان ایالت کې ګمارل شوي و، د سه شنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ د ناپيژنده وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي. نوموړي خبري آژانس د نورو جزياتو د ورکولو پرته زیاته کړې ده چې چارواکي د عاملینو د پيدا کولو په لټه کې دي.

د سپټمبر په ۳۰ نیټه د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې د زاهدان ښار کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ د نښتو په پایله کې په لسګونو کسان وژل شوي و. د ایران دولتي رسنیو دغه ناکرارۍ چې د جمعې تر لمانځه وروسته پيل شوې وې، د پولیسو پر مرکزونو د افراطیانو له خوا بریدونه بللي ول.

یوه سیمه ایز مذهبي مشر بیا ویلي دي چې امنیتي ځواکونو پر ملکي خلکو ډزې وکړې چې د یوه وسله وال کس له خوا بیا پرې ځوابي ډزې شوي دي.

اړوند: مالي د معترضینو پر وړاندې د ایران حکومت «وحشیانه» چلند غندلی

سیمه ایز مشر لادمخه د خلکو د «شدیدې غوسې» څخه خبرداری ورکړی و، چې په زاهدان ښار کې د یوه پولیس له خوا پر یوې نابالغې نجلې د جنسي تیري د ادعا په سبب راپاریدله وه. د تیرې جمعې په ورځ په زرګونو کسانو د زاهدان په سړکونو کې مظاهرې وکړې او د چارواکو پر ضد یي شعارونه ورکول. وروسته تر دې دولتي خبري آژانس ارنا د ۵۷ تنو «فساد کوونکو» د نیولو خبر ورکړ.

زاهدان په ایران کې یو له هغو لږ شمیر ښارونو څخه دی چې د سني مذهبه مسلمانانو شمیر په کې زیات دی، خو شعیه مذهبه بیا په کې واکمن دي. په سیستان بلوچستان ایالت کې چې بی وزلي په کې حاکمه ده، وخت ناوخته د نشه یي توکو له قاچاقبرانو، یاغیانو، بلوچ اقلیت او افراطي سني مذهبه مسلمانانو سره د شخړو رپوټونه ورکول کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص