اکبر: افغان سفير د ترکمنستان څخه د تيلو په مخ کي خنډ دی
۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبهد هرات د سوداگرۍ د خوني رئيس غلام قادر اکبر په ترکمنستان کي د افغانستان پر سفير ډاکټرمحمد فاضل سيفي باندي تور لگوي، چي د شخصي ګټو په اساس يې افغانستان ته د تيلو د ليږد په لاره کي خنډ رامنځ ته کړی.
د هغه په خبره د ترکمنستان جمهوررئيس د افغان ولسمشر سره په کتنه کي د ۳۰۰ زره ټنه تيلو د ليږد ژمنه کړې ول. خو اوس هلته د افغان سفير لخوا يې مخنيوی کيږي.
« د ترکمنستان ولسمشر افغان ولسمشر حامد کرزي ته د درنښت له مخه د شخصي سکتور له لاري د ۳۰۰زره ټنه تيلو د ورکړي تړون وکړ مصوده يي د افغانستان د وزيرانو شوراتائيد کړه مګر په هغه هيواد کي د افغانستان سفير يي مصوده نه مني. څو پلا مو شکايتونه وکړه خو دغه سفير څوک له دندي نه ګوښه کوي»
تير ژمی، چي ايران پر افغانستان د ترانزيتي لاريو کاروان لاره بنده کړه افغان حکومت د ترکمنستان په شمول د منځني اسيا د بېلابېلو هيوادونو څخه د تيلو درانيلو وړانديزونه وکړه.
د هرات د والي وياند محي الدين نوري وايي چي په رسمي توگه خبر نه دي خو په شفاهي توګه يې اوريدلي دي.
خو په ترکمنستان کي د افغانستان سفير سيفي بيا دغه تورونه ردوي. هغه د رسنيو سره په تليفوني تماس کښي ويلي چي د هيڅ ډول تړون څخه خبر نه دی او نه هم ددې صلاحيت لري چي د تړون مخنيوی وکړي.
خو د هرات د سوداګرۍ د خوني مشر وايي، چي د خپل ادعا د ثبوت له پاره اسناد ور سره سته. د هغه په خبره په افغانستان کي د سون موادو بازار د يوې ځانګړي مافيايي کړۍ په کنترول کي دی، او په ازاد ډول يي سوداګرو ته د کارو بار چانس ډير لږ دی.
تير کال د ژمي په را رسيدو سره ايران په دې پلمه چي د ناټو ځواکونو ته تيل وړل کيږي پر افغانستان د هغو ۲زره لاريو لاره بنده کړه چي له منځنۍ اسيا او عربي هيوادونو يې افغانستان ته د ترانزيتي تړون په اساس تيل وړل.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل