1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، ايران سره د تیلو ستر تړون لاسليک کړ

۱۳۹۰ خرداد ۲۰, جمعه

د سوداګري او صنايعو وزير، ډاکټرانورالحق احدي، د پنجشنبی په وروځ په کابل کې يوي خبري غونډي ته وويل چې ايران ته يې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کی د هغه هېواد له چارواکو سره د نفتي مواد يو ستر تړون لاسليک کړی دی

https://p.dw.com/p/11XyJ
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: DW

د سوداګري وزير وايي چې په راتلونکو دوو اونيو کې به دغه تړون عملي بڼه غوره کړي.

«د پلان له مخی که د دوو اونیو په ترڅ کې زمونږ او یا هم د ايران لوری د دغه تړون په هکله کومه نیوکه ونه لری نو دغه قرارداد به په عمل کی پیاده شی.»

د افغانستان د سوداګري او صنايعو د وزير په وینا د نوی قرارداد په ترڅ کی به افغانستان ایران څخه 300000 ټنه نفتي موادو راونیسی. دغه تيل به په شپږو مياشتو کې افغانستان ته رولیږدول شی.

په داسی حال کی چی ایران څخه د واردشویو نفتی موادو د کیفیت په اړه ډیری اندیښی موجود دی، انورالحق احدې وايي چې دغه تيل به په خپله له ايراني چاڼ ځايونو څخه راځې چې غوره کيفيت به ولري.

ښاغلي احدي وایی چې افغان حکومت هڅه کوی ورته د تيلو نور تړونونه له ترکمنستان او روسيې سره لاسليک کړی.

که څه هم افغان دولتی چارواکې وايي چی ایران څخه یی تیل په ټیټه بیه رانیولی خو د سوداګري او صنايعو خونو مرستيال، خانجان الکوزي، په دی اند دی چی له ایران څخه د رانیول شویو نفتی موادو بیه لوړه ده. دی د تيلو په برخه کې د ايران ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د سوداګري وزارت په داسې حال کې له ايران سره د 300000 ټنو تيلو د تړون خبر ورکوی چې شاوخوا 4 مياشتې وړاندې دغه هېواد له منځني اسيا څخه راواريدونکي د تيلو 2000 ټانکرونه په خپله خاوره کې ودرول او هله يې اجازه ورکړه چې افغان سوداګرو ګواښ وکړ چی نور له ايران څخه سوداګريز توکي نه رانيسي.

دویچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش