1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران غواړي ښځې د فوټبال لوبغالي ته پرېږدي

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

ايران هغو نيوکو ته غاړه ايښې چې لوبغالو ته د ښځو د نه ورپرېښودلو له کبله ورباندي شوي وې. د سپورټ وزير غواړي ښځې په مشروط ډول لوبغالو ته ورپرېږدي ـ هيله يې دا ده چې روحانيون يې هم ومني.

https://p.dw.com/p/3PvOF
Iranische Frauen in Stadion
انځور: picture-alliance/dpa/S. Zareian

ايرانۍ ښځې د سپورټ د وزير، مسعود سلطاني فر، د څرګندونو له مخې په راتلونکي کې کولی شي چې لږ تر لږه د هيوادونو په سطح لوبو ته ورشي. دغه وزير د پنجشنبې په ورځ وويل چې «ټول اړين تدابير پورته شوي څو ښځې هم، لومړی يوازې د هيوادونو تر منځ د لوبو ليدلو له پاره لوبغالو ته ورشي.» 

د ايران په آزادۍ ستيډيم کې چې د ايران ملي لوبډله پکې نړيوالو اتلوليو ته د لارموندنې لوبې کوي، اوس ښځو ته لوبغالي ته د ننوتلو جلا لاره، يو بېل دالان او جلا تشنابونه هم جوړ شوي دي.

سلطاني فر د سپورټ د وزارت د ويبپاڼې په حواله دا هم ويلي دي چې د پوليسو ځانګړي واحدونه به هم وګمارل شي څو ښځې خوندي لوبغالي ته ورتلی او بېرته ورڅخه ووتلی شي. خو ښځو ته د دغه حق په ورکولو کې لا وروستۍ موافقه بايد لومړی روحانيون او ديني مشران وکړي. تر اوسه پورې ډېرو محافظه کارو ملايانو دغه هيله چې ښځې دې هم د فوټبال لوبغالو ته ورپرېښوول شي، په اساسي توګه رد کړې وه.

سره له دې چې د سپورټ وزير سلطاني فر او آن ولسمشر حسن روحاني د دغه ممانعت خلاف دريځ لري، خو تر اوسه د دوی نظر په بشپړه توګه منل شوی نه دی. سلطاني فر هيله لري چې د آزادۍ ستيډيم د ساختمان په بدلولو او د ښځو له پاره د جلا لارو او سهولتونو په رامنځ ته کولو سره به ديني مشران هم لږ تر لږه د نړيوالو لوبو له پاره پر ښځو باندې لګېدلی بنديز بېرته واخلي.

فيفا هم اصلاحات غواړي

د ښځو پر وړاندې دغه سخت دريځ په دې وروستيو کې د نړيوالو تر غوږونو هم رسېدلی وو، ځکه چې يوه ځوانه ښځه وروسته له هغه چې هڅه يې کړې وه د يوې لوبې ننداره وکړي، نيول شوې او وروسته محکومه شوې وه.

د دغه حکم پر ضد د اعتراض په توګه هغې ځان ته اور اچولی او يوه اوونۍ وروسته د اوښتو ټپونو له کبله مړه شوې وه. د فوټبال نړيوالې ټولنې فيفا په دې پسې د ايران د فوټبال پر اتحاديې باندې فشار وارد کړی وو چې خپل ټينګ مقررات دې يو څه راسست کړي.

Iranische Frauen im Fußballstadion
د ۲۰۱۸ کال د جون په شلمه دغو ښځو ته اجازه وه چې د آزادۍ په نوم لوبغالي ته ورشي.انځور: Getty Images/AFP/Stringer

د فيفا رئيس، جياني اينفانتينو، يو ځل بيا ټينګار وکړ چې «زموږ دريځ څرګند او قاطع دی: ښځې بايد په ايران کې د فوټبال لوبغالو ته ورپرېښودل شي.» 

نوموړي د ايران د فوټبال اتحاديې ته ضرب الاجل هم ټاکلی وو څو ښځو ته لوبغالو ته د ورتګ اجازه ورکړي. دا چې ښځې به اوس رښتيا لوبغالو ورتلی شي، د اکتوبر پر لسمه له کمبوديا سره د مسابقې پر مهال څرګنديږي. اينفانتينو ويلي دي چې اوس «د دې وخت دی چې حالت تغيير وکړي.»

د هغه په خبره فيفا يو مثبت بدلون غواړي چې په ايران کې د راتلونکې لوبې سره بايد پيل شي. دا چې د ښځو او نارينه و برابري د فوټبال د نړيوالې ټولنې په مقرراتو کې درج شوې ده، نو فيفا کولی شي چې د سرغړونو په صورت کې ايران حتی له لوبو څخه بند کړي.

د بدن د غړو لوڅوالی ګناه ګڼل کيږي

د تېر کال په اکتوبر مياشت کې ايران د خپلې ملي لوبډلې له لوري د هيوادونو په کچه د مسابقې پر مهال پر ښځو وضع شوی ممانعت لرې کړی او د ښځو يوه وړه ډله يې لوبغالي ته ورپرې ايښې وه. خو وروسته بيا د دغه کار د دوام پر ضد پرېکړه وشوه.

د ايران لوی څارنوال، محمد جعفر منتظري، دغه پرېکړه هغه مهال داسې توجيه کړه: «موږ يو اسلامي دولت او مسلمانان يوو. کله چې يوه ښځه لوبغالي ته ځي او هلته د سپورټ په جامو کې نغښتې د نارينه و نيمه لوڅې پښې ويني، نو دا ګناه بلل کيږي.»

asz/ck (dpa, Reuters)/ن ص/ن ز