1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ايا دارچيني په شکري د اخته کيدو مخنيوي کولاي سي؟

۱۳۹۹ مرداد ۱۰, جمعه

نوي څيړني ښيي، چي دارچيني د شکري د مخنيوي ډيره ښه دوا ده او په وينه کي د شکري اندازه راکموي. ځکه چي هغه ميتابوليکي او انتي اُکسايدني خاصيتونه لري. په کومه اندازه خوړل يې ګټور دي؟

https://p.dw.com/p/3gEZt
Zimt
انځور: Colourbox/Haivoronska_Y

د انسايدر د يوه رپوټ پراساس دارچيني، چي ميتابوليکي او انتي اُکسايدن ترکيبات لري، خصوصأ د دوهم ډول شکري (ډيابيت) مريضانو ته ډيره ګټه رسوي.

د امريکا د بوستون ايالت د جوزلين د ډيابيت او جنوبي کوريا د سيؤل طبي تحقيقاتي مرکزونو ساينسپوهانو پر۵۱ کسانو باندي د دارچيني تأثيراتو تجربه وکړه. د هغوی نيمايي ته د ۳ مياشتو په موده کي د ورځي درې واره ۵۰۰ ملي ګرامه دارچيني ورکول سوه او نورو نيمايي ته يې تسکين کوونکي دواوي ورکول سوې.

پسله درو اوونيو څخه هغو مريضانو ته چي مکمل دراچيني يې اخيستي وه، د شکري په کنترول کي يې د توجه وړ پرمختګ راغلی و او په وږي نس سره يې په وينه کي شکره په حيرانونکي ډول سره راکمه سوې وه.

د امريکا د خوراک او درملو سازمان د توصيې مطابق د ورځي تر ۶ ګرامه يا د چايو يوې کاچوغي په اندازه دارچيني خوړلو اجازه سته.

په امريکا متحده ايالاتو کي د امراضو د کنټرول او وقايې د مرکز په حواله په دغه هيواد کي د هرو درو پاخه عمر لرونکو کسانو څخه يو يې په ديايت يا شکري د اخته کيدو له خطر سره مخامخ او مخکيني شرايط يې اماده دي. داسي يو حالت چي د نه تشخيص په صورت کي به بلاخره په دوهم نوع ډيابيت باندي اخته سي.

د شکري مخکيني شرايط داسي يو حالت دي، چي قند يې په وينه کي تر عادي حالت ډير وي، خو لا په دې اندازه نه وي چي د شکري په نامه يې تشخيص وسي. دغه ډول يو حالت کيدلای سي کلونه دوام وکړي، بې له دې چي علايم يې پوره واضح سي. دغه ډول يو حالت په ډيابيت ۲ باندي د اخته کيدو خطر ډيروي، د مغزي سکتې سبب کيدلای سي او د زړه تکليفونه رامنځته کولای سي.

د امريکا د امراضو د کنټرول او وقايې د مرکز په حواله که په لوږه کي ستاسي د ګلوکوز اندازه په ديسي ليټر وينه کي ۱۰۰ تر ۱۲۵ ملي ګرامه پوري وي، نو د شکري په مخکيني حالت باندي اخته ياست. او تر هغه لوړ د شکري يا ډيابيت په معني دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب