1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په شکري د اخته کيدو مخه څرنگه نيولای شو؟

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

نن د نومبر ۱۴ مه نيټه د شکر ناورغۍ سره د مبارزې نړيوال ورځ ده. ديابتیز يا په عامه اصطلاح د شکري خطرناکه ناروغي دوه ډوله ده. لومړی ډول یې ميراثي يا جيتيتکي دی چې مخنيوی يې نه شي کيدای. خو د دويم ډول مخنيوی یې امکان لري.

https://p.dw.com/p/2xkTq
Symbolbild Diabetis Zuckerkrankheit Insulin Spritze
انځور: Colourbox

په شکر د اخته کيدو د مخنيوي په موخه سړی بايد يوازې يو څو آسانه او ساده اصول په پام کې ونيسي.

اضافي وزن بايد کم کړئ

آیا ستاسي وزن زيات دی؟ که هو نو دا په شکر د اخته کيدو خطر زياتوي. که چیري تاسې د هغو کسانو په جمله کې راځئ چې د ورځې ډيره برخه مو د چپسو خلته په لاس کې وي او خواږه مشروبات لکه کوکا کولا څښئ نو دا ستاسې له پاره د خطر سگنال دی. په دې ډول شرائطو کې دا د وړاندوينې وړ ده چې په شکر به اخته شئ. دې ته بيا د ديابتیز ميليتز يا د شکري دويم ډول وايي. په دې هر څوک اخته کيدای شي، خو هر څوک یې مخنيوی هم کولای شي.

ورزش او سپورت بايد وکړئ

تاسې بايد حرکت وکړئ. هره ورځ د نيم ساعته تر يو ساعته پورې حرکت کافي دی. تاسې کولای شئ خپله ورځ داسې پلان کړئ چې سپورت او ورزش ته پکښې ځای ورکړئ. کار ځای ته مو د موټر پر ځای پلي او يا پر بايسکل ولاړ شئ. د هغو کسانو له پاره چې سپورت نه خوښوي دا يو ښه پيل دی.

Deutschland Ernährung Übergewicht Frau
حرکت نه يوازې د وزن په کمولو کې مرسته کوي بلکې پر اعصابو هم ښه اغیز لريانځور: Fotolia/runzelkorn

همدا راز پر زينو ختل هم ډيره گټه کوي. حرکت او سپورت نه يوازې د انسان بدن روغ ساتي، بلکې پر اعصابو او روحيه يې هم ډير مثبت اغيز کوي.

مناسب خواړه بايد وخورئ

له چپسو، چاکليتو، کيکونو او نورو داسې غوړو او خوږو شيانو نه بايد لاس واخلئ. دا اضافي کالوري نيغ په نيغه د وزن د زياتوالي سبب کيږي او د خيټې په چربي بدليږي او همدا بيا د ديابيت يا شکري سبب کيږي. همدا راز بايد د پسه له غوړې غوښې او همدا راز د هغه خوړو سره احتياط وکړئ چې ډير غوړ ولري.

د چاکليتو او له بورې او غوړو سره د پخو شويو شيرينيو پر ځای بايد يوه مڼه يا ناک وخورئ. ډاکتران د گازرو او موليو توصیه هم کوي چې په مرسته یې سړی وختي لوږه آرامولای شي. دا شيان مو نه خوښيږي؟ خو دا ټوله دعادت خبره ده. يو وار چې له دې شيانو سره عادت وکړئ، بيا به يې ډير په مزه او خوند خورئ.

Kind am Essen
ماشومان بايد وخت له سره له صحي خوړو سره عادت شيانځور: picture-alliance/BSIP/Chassenet

له خوږو مشروباتو لاس واخلئ

کوکا کولا او داسې نور گاز داره او بې گازه خواږه شربتونه ډيره زياته بوره لري. دغه بوره او اضافي انرژي په بدن کې سملاسي په وازگه بدليږي. له بله پلوه بيا دا مشروبات هيځ داسې مواد نه لري چې بدن ته گټور وي، بلکې برعکس: په شربتونو کې پرته بوره نه يوازې زموږ اندام، بلکې غاښونه هم خرابوي.

له همدې امله بايد دغه مشروبات ډير کم وڅښل شي يا ترې بيخې لاس واخيستل شي. همدا راز الکولي مشروبات هم ډيره بوره لري او بايد هيڅ ونه څښل شي.

له قهوې يا کافي څخه خوند اخيستلای شئ

د چای او قهوې يا کافي شوقيان به په دې مشوره ډير خوښ شي. ځکه دغه شيان سړی بې له کوم خطره څښلای شي. ساينس پوهانو موندلې ده چې په کافي کې داسې بيلا بيل ډول طبيعې مواد شته چې په بدن کې د بورې پر جذبيدو اغیز لري. کله چې تاسې ډيره قهوه څښئ نو له دې لاري تاسې په يو ډول د شکري ناروغۍ مخه نيسئ. له همدې امله کارپوهان توصيه کوي چې سړی بايد هره ورځ شپږ پيالې کافي وڅښي.

Kafee/ Mörser
قهوه يا کافي هم د شکر په مخنيوي کې مرسته کويانځور: Fotolia

ځان ته بايد دمه ورکړئ

د کار په ساعتونو کې د غرمې ډوډۍ د دمې پر وخت د يو څو دقيقو چکر نه يوازې ستاسې پر اعصابو او روحيه ښه تاثير کوي، بلکې ستاسې بدن ته هم گټه رسوي. په دې توگه تاسې کولای شې ذهني فشار کم کړئ او په شکرې د اخته کیدو خطر هم يو څه راکم کړئ. هر ډول حرکت د اضافي کالوريو د سوځيدو سبب کيږي او د چاغښت مخه نيسي.

بايد ښه خوب وکړئ

ښه خوب تر ټولو ښه درمل دي او تاسئ هغه وخت ښه بيديدای شئ چې په منظم ډول سپورت وکړئ. په خوب کې د انسان بدن تازه کيږي او اضافي کالوري سوځوي يعني معنا داده چې د انسان وزن کميږي. آرام او استراحت نه يوازې د شکري مخه نيسي، بلکې د نورو ډيرو ناروغيو مخنیوی هم کوي.

Gudrun Heise(B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: