1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په اوکراین کې د پوځي مداخلې له کبله گواښ وکړ

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۰, شنبه

د امریکا متحدا ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلې دي چې هغه د روسي پوځي فعالیتونو سخت اندیښمن کړی دی. هغه مسکو ته خبرداری ورکړ چې که د کیف خپلواکمنتیا ته زیان ورسيږي نو روسیه باید د هغې قیمت ادا کړي.

https://p.dw.com/p/1BHsD
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوبا په سپينې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د واشنگټن حکومت په دې برخه کې له نړیوالې ټولنۍ سره ملگری دی. اوباما زیاته کړه چې که په اوکراین کې هر ډول پوځې مداخله وشي نو روسیه به د هغې قیمت ادا کړي.

اوباما زیاته کړه چې هغه د اوکراین په خاوره کې د روسيي پوځي فعالیتونو سخت اندیښمن کړی دی. اوباما خبرداری ورکړ چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوې نه کول به د بې ثباتۍ سبب وگرځي. اوباما په دې اړه څه ونه ویل چې آیا هغه رپوټونه رښتیا دي چې ویل کیږي روسيي کریمیا ته خپل ۲۰۰۰ سرتیري استولي دي او که نه.

مخکې تر دې د جمعې په ورځ په ملگرو ملتنونو کې د روسيې استازي وټالي چرکین، ویلي وو چې د اوکراین په نیمه خودمختاره سیمه کریمیا کې د روسيې د پوځي فعالیتونو ترسره کیدل د مسکو او کیف د حکومتونو تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ ترسره کیږي.

چرکین په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا تر یوې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي وو: «مونږ د ترسره شوي تړون د چوکاټ پر اساس فعالیت کوو.»

د پيسو نړیوال صندق: د اوکراین اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ نه دی

به عین وخت کې د پیسو د نړیوال صدوق (IMF) مشرې کرستیان لاگارد، په واشنگټن کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شټاین مایر، سره تر لیدنې کتنۍ وروسته خبریالانو ته وویل چې د اوکراین اقتصادي وضعه د اندیښنې وړ نه ده. لاگارد وویل: «مونږ داسې هیڅ څه یا کوم بحراني حالت نه وینو چې د اندیښنې وړ وي.»

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د پيسو نړیوال صندوق یو هیئت کییف ته سفر وکړي ترڅو له دغه هیواد سره د ترسره کیدونکو مالي مرستې اندازه معلومه کړي. د اوکرایین موقت حکومت ویلي دي چې د دغه هیواد له ډیوالي کیدو څخه د ژغورنې له پاره ۳۵ میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر، ویلي دي چې له اوکراین سره د مرستي په برخه کې روسیه هم باید ونډه واخلي. د شټاین مایر په خبره د مسکو او کییف تر منځ اقتصادي اړیکو ته په کتلو سره دا د روسيي په گټه ده چې د کیف له حکومت سره د مرستي په هکله په سلا مشورو کې برخه واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب